د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: بېړه نلرم، له افغانستان نه د ځواکونو د وتلو جدول نشته


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ

د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ویلي دي، چې اوسمهال له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو لپاره هیڅ ډول مهالوېش نشته.

ښاغلي ټرمپ چې د دوشنبې په ورځ اګست ٢٦ (وږي ۴) یې د جي٧ هیوادونو د غونډې په څنډه کې د خبریالانو سره خبرې کولې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې روانو خبرو ته په اشارې وویل:"زماني مهالوېش نشته. هر هغه څه چې دي، بېړه نلرو."

دا په‌داسې حال کې دي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، په قطر کې د طالبانو له استازو سره په نهم پړاو مذاکراتو بوخت دی، هغه مذاکرات چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل یې د بحث یوه برخه ده.

ښاغلي ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکایي قواو رول سوله ساتونکی عنوان کړ او وویل:"په حقیقت کې له هر څه دمخه مونږ (په افغانستان کې) سوله ساتی رول لرو. په لنډه موده کې په‌دې جګړه کې بریالي کیدای شو، خو مونږ نه غواړو لس میلیونه کسان ووژنو".

له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو سربیره د طالبانو له لورې دا ضمانت چې د افغانستان خاوره به د نورو هیوادونو پر ضد نه استعمالیږي، بین الافغاني مذاکرات او تلپاتې اوربند د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو عمده مسایل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټوېټر لیکلي هڅه به وکړي چې نن سې شنبه له امریکايي استازو د موافقې وروستي جزئیات نهايي کړي.

XS
SM
MD
LG