د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: پکار ده د گولن سیمه د اسرایلو ملکیت ومنل شي


ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "گولن هایټس" سیمه چې اسرایلو په کال ١٩٦٧ کې د سوریې نه نیولې وه، د اسرایلو ملکیت وباله

د اسرایلو صدراعظم بنجمن نتن یاهو د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام ستایلی دی او ویلي یې دي چې ټرمپ یو ځلې بیا د اسرایلو سره ښه وکړو.

اسرایلو په کال ١٩٦٧ کې په منځني ختیځ کې د جنگ دوران دغه سیمه د سوریې نه نیولې وه او په ١٩٨١ کال کې یې د اسرایلو برخه اعلان کړې وه خو نړیوال تر اوسه د گولن هایټس سیمه د اسرایلو ملکیت نه مني.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر ولیکل: " د ٥٢ کلونو د تیریدو نه وروسته امریکا ته اوس پکار ده چې د گولن په سیمه د اسرایلو ملکیت ومني. دغه سیمه د اسرایلو د امنیت لپاره او په ستراتیجیکه توگه ډیره مهمه ده."

ولسمشر ټرمپ دغه وینا د اسرایلو د صدراعظم امریکا ته د سفر نه یوه اونۍ مخکې کړیدی. نتن یاهو امریکا ته د خپل سفر په مهال د لوړپوړو چارواکو سره ویني او د یهودانو ټولنې ته به وینا کوي.

XS
SM
MD
LG