د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پامپیو د 'داعش' او 'ایران' په اجنډا منځني ختیځ ته لاړ


مایک پامپیو د سه شنبې په ورځ عمان ته ورسیدو.
مایک پامپیو د سه شنبې په ورځ عمان ته ورسیدو.

پامپیو، منځني ختیځ ته په خپل یو اونیز سفر کې غواړي د ایران په فعالیتونو او د داعش د ډلې په ځپلو د سیمې د هیوادونو سره اوږدې خبرې وکړي.

پامپیو د سفر په اول تم ځای کې د اردني سیال ایمن صفدي سره په عمان کې ولیدل.
پامپیو د سفر په اول تم ځای کې د اردني سیال ایمن صفدي سره په عمان کې ولیدل.

پامپیو د سه شنبې په ورځ (جنوري ۸) د خپل سفر په لمړني تم ځای، اردن کې وویل غواړي یو څرګند پیغام ورکړي چې امریکا په سیمه کې د خپلو متحدینو سره ولاړه ده، داعش ماتې ورکوي او د ایران د بی ثباته کوونکو فعالیتونو مخنوی کوي.

د اردني مقاماتو سره د پامپیو په لیدنه کې داسی تمه هم کیدله چې د سوريي په وضعیت خبرې وکړي، خصوصآ په هغه موضوع چې جمهور رئیس ټرمپ غواړي د سوریې نه خپل دوه زره عسکر وباسي او د عراق سره د اردن په اقتصادي روابطو تمرکز وکړي.

پامپیو پدې سفر کې مصر، بحرین، متحده عرب اماراتو، قطر، سعودي عربستان او کویټ ته هم ځي. پامپیو به په قاهره کې یوه هراړخیزه وینا وکړي چې د بهرنیوچارو د وزارت په قول، عمده ټکي به يي په منځني ختیځ کې د سولې، ثبات، امنیت او سوکالۍ په اړه د امریکا د ژمنو یادول وي.

د سوریې څخه امریکايي عسکر په کوم شرط وځي؟

جمهور رئیس ټرمپ وایي د سوریې نه په یو مناسب وخت کې خپل عسکر وباسي.
جمهور رئیس ټرمپ وایي د سوریې نه په یو مناسب وخت کې خپل عسکر وباسي.

د امریکا د ملي امنیت مشاور په منځني ختیځ کې د امریکا متحدینو ته ویلي چې ترڅو ترکیه په کردانو د برید نه کولو تضمین ورنکړي او د داعش وروستی جنګیالی يي ځپلی نه وي، دوئ به د سوریې له شمال کې میشت امریکايي عسکر ونه باسي. په سوریه کې میشت کردان هم اوس پدې خوشحاله شوي چې جمهور رئیس ټرمپ وایي خپل عسکر به په بیړه ونه باسي.

د سوریې نه د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه د موجوده ضد و نقیص تبصرو په جریان کې، جمهور رئیس ټرمپ د دوشنبې په ورځ په ټویټر ولیکل چې د سوریې نه به په یومناسب وخت کې ووځي. په عینی وخت کې د بهرنیوچارو وزیر مایک پامپیو منځني ختیځ ته د خپل سفر پیلیدو مخکې رسنیو ته وویل چې د عسکرو د وتلو په نیټې نه غږیږي، بلکې د جمهوررئیس د دریځ پر أساس به امریکا خپل شاوخوا دوه زره عسکر له سوریې څخه وباسي.

د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د یکشنبې په ورځ د اسرایل صدراعظم سره د لیدنې په وخت کې وویل چې امریکا به له سوریې نه په بیړه ونه وځي او د جمهور رئیس له لورې د عسکرو د وتلو په پریکړې خبرې کوي، خو د سوریې له شمال ختیځ نه په داسی وضعیت کې عسکر وباسي چې داعش ماتي خوړلی اوسي او بیا دومره قوت پیدا نکړي چې بل ځل تهدید پیښ کړي. سلاکار بولټن وایي ترکیه باید امریکا ته دا تضمین ورکړي چې د امریکايي عسکرو تر وتلو وروسته د سوریې په شمالختیځ کې په کردانو بریدونه نه کوي.

خو ترکیه بل څه وایي. جمهوررئیس رجب طیب اردوغان د سه شنبې په ورځ (جنوري۸) وویل داسی خبرې ورته د منلو ندي او بولټن ډیره جدي اشتباه کوي او بل هرڅوک که داسی خیال لري، هغه غلط دی. د اردوغان په باور دا ناممکنه ده چې پدې موضوع کې چا سره مصلحت وکړي. ښاغلي اردوغان وویل هغه کسان چې په سوریه کې د ترهګرۍ ملګري دي، د سخت ځواب سره باید مخامخ شي، ځکه د کردانو کارګر ګوند (PKK) د کردانو د خوندیتوب یونټ (YPG)، د کردانو د پیشمرګه (PYD)او د داعش د ډلو ترمنځ هیڅ توپیر نشته.

دغو کردانو د ترکیې د احتمالي حملو له ویرې د سوریې د پوځ نه کمک غوښتی و.
دغو کردانو د ترکیې د احتمالي حملو له ویرې د سوریې د پوځ نه کمک غوښتی و.

د سوریې په شمال ختیځ کې میشتو کردانو د دوشنبې په ورځ (جنوري۷) د ترکیې د تهدیدونو په ضد مظاهره وکړه. همدغو کردانو د ترکیې د احتمالي حملو له ویرې د سوریې د پوځ نه کمک غوښتی و. د یو وژل شوي کردي جنګیالي مور ناجیې محمود رسنیو ته وویل دوئ د ترکیې د جمهوررئیس اردوغان د غندلو لپاره مظاهره کړې او د خپلو شهیدانو د وینی او زړورتیا په زور به خپله سیمه ازاده کړي. په عینی وخت کې

د کردانو د محلي ادارې یو ویاند حسن عابد په یو پریکړه لیک کې د ملګروملتونو د سازمان نه وغوښتل چې اول د سوریې په شمال او ختیځو سیمو کې په ټول فضایي حریم بندیز ولګوي، دویم د ترکیې لخوا هرډول تهدید او برید د نړیوالو قوانیونو خلاف او یرغل وګڼي.

ددی راپور ویدیويي بڼه دلته لیدلې شئ:

د سوریې نه د امریکایي عسکرو وتنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00

XS
SM
MD
LG