د لاس رسي وړ اتصالات

کیدی شي د کیم سره ملاقات وځنډیږي -ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا د مشر کیم جونگ اون سره د جون د میاشتې د ټاکل شوې ملاقات په اړه ویلي دي چې کیدی شي دغه ملاقات په ټاکل شوې نیټې ونه شي.

ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د جنوبي کوریا د ولسمشر مون جای ان سره د ملاقات په وخت د شمالي کوریا او د امریکا د اړیکو د وروستي پرمختگ په اړه خبرې وکړی.

ولسمشر ټرمپ وویل چې تاسو ته معلومه ده چې کیدی شي دغه ملاقات وشي، خو دا هم ممکنه ده چې دغه ملاقات و نشي. هغه وویل زه ډیر وخت نه خرابول غواړم، ځکه زیات امکان دی چې دغه ملاقات (ژر) ونه شي خو د دی دا معنی نه ده چې دغه ملاقات به نه کیږي. کیدی شي چې په ١٢ جون و نه شي خو ملاقات به کیږي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د ملاقات لپاره هغه څو شرطونه لري او غواړي چې شمالي کوریا په هغه شرطونو عمل وکړي.

ټرمپ د دغو شرطونو د تفصیل د ویلو نه ډډه وکړه خو وی ویل چې شمالي کوریا دې خامخا د اتومي پروگرام نه لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG