د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د خبریال د لادرکه کیدو له کبله په سعودي بندیزونه، نه لگوو


د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د سعودي خبریال په ترکیې کې د لادرکه کیدو په اړه اندیښمن دی خو لدې کبله په امریکا کې د سعودي عربستان په پانگه اچونې بندیزونه نه لگوي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ډیر ژر به د سعودي خبریال جمال خاشقجي په ترکیې کې د لادرکه کیدو په اړه ورته رپورټ ورکړل شي.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل "سعودي عربستان په پوځي اکمالاتو او داسې نورو شیانو کې ١١٠ ملیارده ډالره سرمایه گزاري کوي چې دا په امریکا کې کارونه پیدا کوي. که مونږ په هغوي بندیزونه ولگوو نو هغوي به دغه پیسې په چین او روسیې کې ولگوي."

ولسمشر ټرمپ دغه څرگندونې د هغې نه وروسته کړیدي چې د امریکا د کانگرس ځینو غړیو د چارشنبې په ورځ یو لیک لاسلیک کړ چې پکې یې د ولسمشر نه د سعودي خبریال د لادرکه کیدو په اړه د پوره تحقیقاتو غوښتنه کړي او پدی برسیره یې په سعودي د ممکنه بندیزونو غوښتنه هم کړی.

د ترکیې حکومت وایي چې یوه ویډیو کې لیدل کیږي د سعودي عربستان د استخباراتي کارکونکي ترکیې ته راغلي دي او بیا بیرته تللي. د سعودي عربستان خبریال خاشاقجي د هغې نه وروسته چې د خپل کار لپاره سعودي قونصلگرۍ ته دننه شو، لادرکه شویدی.

XS
SM
MD
LG