د لاس رسي وړ اتصالات

استانبول کې سعودي قونسلگري د خبریال خاشقجي په وژلو تورنه شوې


د سعودي عربستان ژورنالیست جمال خاشقجي
د سعودي عربستان ژورنالیست جمال خاشقجي

ترکي مقاماتو د یکشنبې په ورځ وویل چې د هغوی په باور د سعودي عربستان یو ژورنالیست په استانبول ښار کې د عربستان قونسلگرۍ ته له ننوتلو وروسته وژل شوی دی.

جمال خاشقجي چې د واشنگټن پوست ورځپاڼې ته یې هم مقالې لیکلې او د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د سختو منتقدینو څخه و، تیره سه شنبه د واده د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان قونسلگرۍ ته تللی و.

ترکي مقاماتو ویلي دي ښاغلي خاشقجي په عمدي توگه د عربستان د قونسلگرۍ په داخل کې وژل شوی دی.

دغه ورځپاڼه لیکونکی او د سعودي عربستان منتقد تیر کال وروسته له هغې هیواد نه ووت چې د یمن د جگړې او د شاهي دولت د مخالفینو د ځپلو په هکله یې د عربستان د شاهي دولت پر پالیسیو نیوکې وکړې.

د سعودي عربستان مقاماتو ویلي چې ښاغلی خاشقجي قونسلگرۍ ته له داخلیدو او د اسنادو د ترلاسه کولو وروسته له قونسلگرۍ ووت، خو د ښاغلي خاشقجي نامزدې هتیس چنگیز چې د قونسلگرۍ بهر ورته منتظره وه ویلي دي چې ښاغلی خاشقخي له هغه ځایه ندی راوتلی. خو بیا هم میرمن چنگیز په یو ټویټري پیغام کې ویلي چې "جمال ندی وژل شوی او باور نلرم چې هغه دې وژل شوی وي."

یو ترکي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د رویترز اژانس ته ویلي چې "د پولیسو لومړنۍ ارزونې پر دې دلالت کوي چې ښاغلی خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان د قونسلگرۍ دننه وژل شوی دی. پدې باور لرو چې د هغه قتل دمخه پلان شوی و او وروسته بیا د هغه مړی له قونسلگرۍ نه بهر انتقال شوی دی."

خو ترکي مقاماتو ندي ویلي چې ولې دوی پدې باور دي چې ښاغلی خاشقجي وژل شوی دی. د سعودي عربستان د قونسگرۍ یو مسؤل په قونسلگرۍ کې د ښاغلي خاشقجي وژنه رد کړې او د هغه د قتل اړوند ادعاوی یې بې بنسټه گڼلي دي.

سعودي مقاماتو ویلي چې د هغه هیواد یوه امنیتي ډله د شنبې په ورځ استانبول ته رسیدلې چې د ښاغلي خاشقجي د ورکیدو په اړوند په پلټنو کې ونډه واخلي.

د سعودي عربستان د دولت دغه منتقد ژورنالیست په ٢٠١٧ کې د خپل هیواد له خوشې کولو وروسته د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کاوه. پدې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ښاغلي خاشقجي په هکله د زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوي، خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو مقام ویلي چې دا له وخت دمخه ده چې د ښاغلي خاشقجي د وژنې په هکله تبصره وکړي. خو ټینگار یې کړی چې د امریکا حکومت به ددغه ژورنالیست د بې درکه کیدو مسله له نژدې وڅاري.

د ترکیې د حکومت یوې بلې امنیتي منبع ویلي چې تیره سه شنبه کله چې ښاغلی خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلگرۍ ته ننوت، په عین ورځ د سعودي عربستان د مقاماتو په گډون د هغه هیواد یوه ١٥ کسیزه ډله په دوو الوتکو کې استانبول ته راغلل او د سعودي قونسلگرۍ ته ننوتل او په عین ورځ بیرته له ترکیې ووتل.

XS
SM
MD
LG