د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکايي پوځي تجهیزاتو په پرېښودو انتقاد وکړ.
ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۹ په واشنګټن ډي سي کې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د امریکايي پوځي تجهیزاتو پرېښودل یو احمقانه کار وباله.
هغه وویل: «ما په خپلې لومړۍ دورې کې خپل پوځ بیا ورغاوه. او موږ تریلیونونه ډالر پرې ولګول، خو په احمقانه توګه مو یې ځینې برخې (تجهیزات) په افغانستان کې پرېښودل، ځکه چې احمقو خلکو زموږ هېواد رهبري کاوه، موږ پرېښودل.»
ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې هم په دې اړه څرګندونې کړې وې. هغه د فبرورۍ په ۲۶ (کب اتمه) ویلي چې د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګست ته یې دنده سپارلې چې له افغانستان څخه د امریکايي تجهیزاتو او وسلو راستنول وارزوي.
ولسمشر ټرمپ ویلي وو: «فکر کوم موږ باید تجهیزات بېرته ترلاسه کړو. پیټ ته مې ویلي دي چې دا موضوع وارزوي. موږ د میلیونونو، لسګونو میلیارد ډالرو په ارزښت نوې وسلې پرېښودې. تاسو ګورئ چې هغوی (طالبان) یې هرکال نندارې ته وړاندې کوي.»
ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې په واشنګټن ډي سي کې د محافظه کارانو سیاسي عمل په کلنۍ غونډې کې هم د هغو تجهیزاتو په بیرته ترلاسه کولو ټینګار کړی و چې د افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته هلته پاتې شوې. هغه زیاته کړې وه چې کله طالبان په امریکایي موټرو کې په رسم او ګذشت کې ویني، قهر ورځي.
د متحدو ایالتونو ځواکونه له طالبانو سره په دوحې کې د یو تړون په اساس د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه ووتل او طالبان واکمن شول. متحدو ایالتونو په تېرو دوو لسیزو کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات او وسائیل افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته برابر کړي وو، چې هلته پاتې شول.
هغه وخت د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستلو پرېکړه ستایلې وه او غوره اقدام یې بللی و.
فورم \ دبحث خونه