د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته خپل سفر د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۳ (ثور۲۳) سعودي عربستان ته په رسیدو سره پيل کړ، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان یې هرکلی ووایه.
ټاکل شوې دواړه خواوې د اقتصادي تړونونو په خوندي کولو تمرکز ولري. همدغه راز تمه کیږي چې د ایران په اتومي پروګرام او په غزې کې د جګړې په اړه به هم خبرې وشي.
سپینې ماڼۍ دا سفر"سیمي ته تاریخي بیرته ستنېدل" بللي دي.
ټرمپ به په دې سفر کې قطر او متحده عربي اماراتو ته هم ولاړ شي.
د نوموړي په دې سفر کې اسرائیل ته تګ نه دی شامل، خو ولسمشر ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراين له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په اوکراين کې د روسیې د جګړې په اړه د ممکنه خبرو دپاره، ترکيې ته د تګ اشاره کړې ده.
فورم \ دبحث خونه