د لاس رسي وړ اتصالات

ترمپ، پوتین سپینې ماڼۍ ته بللی


جمهور رئیس ټرمپ ښاغلي پوتین ته په تیلفوني خبرو کې د لیدنې کتنې بلنه ورکړې ده
جمهور رئیس ټرمپ ښاغلي پوتین ته په تیلفوني خبرو کې د لیدنې کتنې بلنه ورکړې ده

د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویاندې ویلي دي چې ښاغلي ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره د لیدنې کتنې غوښتنه کړې ده.

ویانده سارا هکبي سندرز وایي چې دوه اونۍ مخکې د جمهور رئیس ټرمپ او جمهور رئیس پوتین په تیلیفون کې په سپینې ماڼې کې د دواړو مشرانو پر احتمالي ملاقات هم خبرې شوې دي. تراوسه ددغو مشرانو د لیدنې لپاره آمادګي پیل شوې نده.

دا په داسې حال کې دي چې د جمهور رئیس ټرمپ د انتخاباتي مبارزې او روسیې ترمنځ د اړیکې په هکله پلټنې روانې دي.

د امریکا د استخباراتو د موندنې ښيي چې مسکو د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ په ګټه لاسوهنه کړې ده، کمپیوټرونه یې هک کړي او آوازې یې خپرې کړې دي. خو ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې دده د انتخاباتي مبارزې او روسیې ترمنځ هیڅ ډول اړیکه نشته.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د واشنگټن-مسکو اړیکې خرابې شوي دي. امریکا په بریتانیا کې د روسیې د پخواني جاسوس سرگي سکریپتال، د مسموم کیدو له کبله د روسیې۶۰ دیپلوماتان وشړل.

روسیې پدغه پیښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي او بریتانیا یې پدې تورنه کړې ده چې ښاغلی سکریپتال او د هغه لور یې مسموم کړي دي.

سکریپال د مارچ د څلورمې نیټې له برید وروسته اوس د خپلې ٣٣ کلنې لور سره یوځای د بریتانیا په یو روغتون کې بستر دی او روغتیایي حالت یې خطرناک دی.

XS
SM
MD
LG