د لاس رسي وړ اتصالات

"لویدیځ" نغواړي د فوټبال لوبې په روسیه کې وشي- مسکو


نړیوال جام د جون په میاشت کې پیلیږي‌ او جولاۍ کې ختمیږي
نړیوال جام د جون په میاشت کې پیلیږي‌ او جولاۍ کې ختمیږي

روسیه ادعا کوي چې ځینې لویدیځ‌ هېوادونه هڅه کوي چې په روسیه کې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام د سیالیو مخه ونیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفا وویل چې د هغې انګېرنه دا ده چې نړیوال جام سیالۍ به هرومرو په روسیه کې کیږي. خو هغې د دغو لویدیځو هېوادونو نومونه وانخیستل.

د فوټبال نړیوال فدراسیون روسیې ته د ۲۰۱۸ کال د نړیوال جام سیالیو د کوربتوب حق ورکړی دی.

په دې وروستیو کې د روسیې، امریکا او اروپا د ځينو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شوې؛ علت یې په بریتانیا کې د یوه روسي جاسوس مسموم کیدل بلل کیږي.

له همدې کبله امریکا او ځنیو اروپايي هېوادونو د روسیې او روسیې د هغوی یو شمېر ديپلوماتان وشړل.

په همدې لړ کې برتانیا ویلي دي‌ د شاهي کورنۍ غړي به د نړیوال جام سیالیو لیدلو لپاره روسیې ته نه ورځي.

ټاکل شوې چې نړیوال جام د جون په ۱۴ پیل او د جولاۍ په ۱۵ ختمې شي، ټولټال ۳۲ هېوادونه به په کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG