د لاس رسي وړ اتصالات

​د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ناټو دیپلوماتان ورغوښتي


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د هغو هیوادونو استازي راغوښتي چې روسي دیپلوماتان یې له خپلو هیوادونو نه ایستلي دي. روسیه غواړي دغو دیپلوماتانو ته د مسکو له لورې د ورته اقداماتو د کولو اعتراض لیک وړاندې کړي.

د جمعې په ورځ د جرمني سفیر د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نه د وتلو په حال کې او د هالند، اوکراین، فرانسې، ایټالیا او پولند سفیران هم دغه وزارت د تللو پر وخت لیدل شوي دي.

روسیه دغه اقدام یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې مسکو د ٦٠ امریکایي دیپلوماتانو په گډون د څه دپاسه ١٥٠ بهرنيو دیپلوماتانو نه وغوښتل چې د اپریل تر پنځمې نیټې پورې ددې هیواد نه ووځي.

روسیه دغه اقدام د امریکا د متحده ایالاتو له لورې د ٦٠ روسي دیپلوماتانو د ایستلو په غچ کې کړی دی.

د روسیې ددې کار په غبرگون کې امریکا د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې مسکو د امریکایي دیپلوماتانو د اخراجولو لپاره "هیڅ توجیه" نلري.

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د روسیې دا اقدام به د واشنگټن او مسکو ترمنځ د اړیکو د لا خرابۍ سبب شي.

سپینې ماڼۍ ویلي "په روانه اونۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو او دی ناټو د نورو غړو هیوادونو له خوا د 'روسیې د نه اعلان شويو استخباراتي افسرانو' ایستل د بریتانیا په خاوره کې د روسیې د برید پر وړاندې مناسب اقدام و." په اعلامیه کې ویل شوي چې پدې اړه د روسیې ځواب "له انتظار لېرې و او متحده ایالات به یې وارزوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناورت، هم د روسیې پر اقدام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې "روسیه نه ښایي چې داسې تمثیل کړي چې گویا قرباني شوې ده."

د څه دپاسه ٢٠ غربي هیوادونو او ناټو سازمان څخه د روسي دیپلوماتانو ډله ییزه ایستنه د لندن د هغه ادعا په غبرگون کې شوي چې وایي مسکو پر یو پخواني دوه اړخي جاسوس سرگی سکریپال، باندې په برید کې لاس درلود.

دغه دوه طرفه جاسوس د خپلې لور سره یوځای د بریتانیا د سلسبري ښار په یو پارک کې په زهرو مسموم کړي وو.

مسکو په دغه پیښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي او ادعا یې کړې چې دا برید د بریتانیا د استخباراتي ادارې له لورې د روسي ضد احساساتو د تحریک کولو په مقصد شوې ده.

سرگي سکریپال چې یو وخت یې د روسیې پوځي استخباراتي ادارې ته کار کاوه یو روسي جاسوس یې د بریتانیا په جال کې گیر کړی و.

هغه چې ددې کار په وجه په روسیه کې بندي و، د جاسوسانو د تبادلې په یوه معامله کې راخلاص شوی و. سکریپال د مارچ د څلورمې نیټې له برید وروسته اوس د خپلې ٣٣ کلنې لور سره یوځای د بریتانیا په یو روغتون کې بستر دی او روغتیایي حالت یې خطرناک دی.

XS
SM
MD
LG