کریملن د سه شنبې په ورځ د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتن د ټلیفوني خبرو نه وروسته یوه اعلامیه خپره کړه چې وایي د دواړو ملکونو مشران به د جولایي په میاشت کې ملاقات وکړي او په سوریې کی به د اوربند د ټینگیدو د پاره کوښښ وکړي.
کریملن په دغې اعلامیې کې دا هم ویلي چې د پوتن او ټرمپ ترمنځه خبرې ډیرې گټورې وی.
اعلامیه وایي چې دواړو مشرانو د نړیوالې ترهگرۍ په ضد د مبارزې په جریان کې په همکارۍ ټینگار وکړ.
کریملن وویل چې پوتن وایي د شمالي کوریا مسئله دی د بندیزونو د لارې حل شي.
دواړه مشران په دی هم راضي شول چې دغه مسئله په دپلوماتیکه توگه حل کړي.
ښاغلی ټرمپ او پوتن به د جولایي په میاشت کې د جرمني په ښار هامبورگ کې د جي شلو ملکونو د مشرانو د غونډې په موقع ملاقات وکړي.