نن په افغانستان او یوشمېر اسلامي هېوادو کې د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت جلا جلا پیغامونه خپاره کړي او د ایمان، یووالي او د سولې پر ارزښتونو یې ټینګار کړی دی.
ولسمشر ټرمپ په خپل پیغام کې چې د سې شنبې په ماښام (د فبرورۍ په ۱۷مه) د سپینې ماڼۍ په ویب پانې کې خپور شوی ټولو هغو کسانو ته چې روژه نیسي د مبارکۍ او نېکو هیلو څرګندونه کړې ده. ولسمشر ټرمپ روژه د “روحاني تجدید، تفکر او د خدای د بېشمېره نعمتونو د قدر ” موسم بللی دی.
ټرمپ ویلي، روژه د لمانځه او روژې نیولو ترڅنګ د کورنیو او ټولنو اړیکې پیاوړې کوي او ګډ ارزښتونه لکه شفقت، خیرات، رحم او تواضع پیاوړي کوي.
هغه د مذهب ازادي د امریکا د ملت یوه بنسټیزه ځانګړنه بللې او ویلي یې دي چې اداره یې هڅه کوي څو ټول وګړي وکولای شي خپل دیني فرایض په ازاد ډول او له وېرې پرته عملي کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش په یو جلا پیغام کې چې د ایکس په ټولنیزې شبکې کې خپور کړی لیکلي روژه د نړۍ د مسلمانانو لپاره “د تفکر او عبادت سپېڅلې دوره” بللې او ویلي یې دي چې دا میاشت د هیلې او سولې ستر لید وړاندې کوي.
ګوتېرېش د نړۍ د اوسنیو اختلافاتو او شخړو په رڼا کې غوښتنه کړې چې خلک دې د روژې له تلپاتې پیغام څخه الهام واخلي، اختلافات دې کم کړي، اړمنو ته دې مرسته ورسوي او د ټولو خلکو حقونه او کرامت دې خوندي کړي.
د طالبانو حکومت او سعودي عربستان، قطر، کوېټ، بحرین، یمن، عراق، لبنان او متحده عربي اماراتو پرون ماښام اعلان وکړ چې د نوې میاشتې هلال لیدل شوی دی.
خو ځینو نورو هېوادونو لکه ترکیې، سوریې، اردن، مالیزیا، اندونیزیا، هند او پاکستان پنجشنبې د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
فورم \ دبحث خونه