د متحده ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ مي ۲۳ (جوزا درېیمه) د آپل شرکت ته وویل چې آیفونونه دې په امریکا کې تولید کړي او یا دې هم ۲۵ فیصده مالیې ورکولو ته ځان تیار کړي.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې ده چې هغه ایفونونه چې د آپل شرکت یې په امریکا کې خرڅوي باید په امریکا کې تولید شي او که داسې نه وي نو ۲۵ فیصده مالیات به ورباندې ولګول شي.
ولسمشر ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې سوشل ټروت کې لیکلي دي: "ما ډیر پخوا د آپل [د شرکت مشر] ټېم کوک ته ویلي و چې زه توقع لرم چې د دوی هغه ایفونونه چې په امریکا کې خرڅیږي باید چې په امریکا کې تولید او جوړ شي، نه په هند کې او نه هم بل کوم ځای."
هغه زیاته کړه: "که چیري داسې نه وي، نو اپل باید امریکا ته ۲۵ فیصده مالیات ورکړي."
ولسمشر ټرمپ تیره اونۍ منځني ختیځ ته په خپل سفر کې د آپل د شرکت د مشر سره، چې اراده یې درلوده چې هغه ایفونونه چې په امریکا کې خرڅوي په هند کې جوړ کړي، خپل مخالفت څرګند کړ.
ولسمشر همدا راز ژمنه وکړه چې د اروپايي اتحادیې څخه په وارداتو باندې هم مالیات ولګوي. هغه وویل چې سپارښتنه یې دا ده چې د جون د اولې نیټې څخه د اروپايي اتحادیې په محصولاتو باندې ۵۰ فیصده مالیه ولګوي. په دغو محصولاتو کې قیمتي توکي، دارو درمل او نور تولیدات چې په اروپا کې تولیدیږي شامل دي.
تراوسه پورې آپل شرکت د ټرمپ د جمعې د ورځې د څرګندونو په اړه څه نه دې ویلي خو پخوا یې دا خبره کړې وه چې دوی به د ۲۰۲۶ کال تر پایه پورې زیاتره هغه ایفونونه چې په امریکا کې خرڅیږي د هند په فابریکو کې جوړ کړي.
د امریکا لخوا په چین باندې د مالیاتو لګول د تولیداتو د عرضې پروسې او د ایفونونو د قیمتونو د لوړیدو په اړه اندیښنې پيدا کړي دي.
آپل شرکت ویلي دي چې په امریکا کې د خپلو تاسيساتو د پراخه کولو لپاره به دا کال ۵۰۰ میلیارد ډالر ولګوي.
دغه شرکت ویلي چې په دې کې به د نوو سرورونو جوړول، چې پخوا د امریکا دباندې جوړیدل، او همدارنګه په هیوستون کې د اپل انټلجنس، چې د آپل نوي مصنوعي ځیرکتیا سیستم دي، مصارف شامل دي.
آپل شرکت دا هم ویلي دي چې د امریکا په بیلابیلو ایالتونو کې د خپلې ډیټا د مرکزونو د ظرفیت لوړول او د اپل ټي وي پلس د خپرونو لپاره تولید باندې پانګه اچونه هم شامله ده.
فورم \ دبحث خونه