د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي د اتومي جبه خانې د پراختیا غوښتنه یې نه ده کړې


د امریکا ولسمشر ټرمپ د چارشنبې په ورځ خبردارې ورکړیدی چې فیډرالي حکومت به د این بي سي ټلویژن جواز بیرته واخلي.

ولسمشر ټرمپ دغه خبردارې د هغې نه وروسته ورکړیدی چې د این بي سي ټلویژن رپورټ خپور کړ چې ټرمپ غواړي د امریکا اتومي جبه خانه پراخه کړي.

د امریکا په اتومي جبه خانې کې دا وخت شاوخوا ۴٠٠٠ وسلې پرتې دي. د اتومي جبه خانې په هکله ټرمپ هغه وخت څرگندونې وکړې چې هغه د جولایي په میاشت کې د پینټگان او د ملي امنیت د لوړپوړي چارواکو سره ملاقات کاوه. د این بي سي ټلویژن د هغو دریو کسانو له قوله دغه رپورټ خپور کړ چې د ټرمپ او د لوړپوړو چارواکو د ملاقات په وخت هلته موجود وو.

د این بي سي ټلویژن په خپل رپورټ کې وویل چې ټرمپ ته په دغه ملاقات کې د امریکا د اتومي جبه خانې د اندازې په هکله معلومات ورکړل شول او هغه ته یې وښودل چې د ١٩٦٠ کال نه راپدیخوا امریکا د اتومي جبه خانې اندازه راکمه کړیده. ټرمپ په دغه مهال وویل چې هغه غواړي امریکا لویه اتومي جبه خانه ولري.

په دغه ملاقات کې موجودو چارواکو د ټرمپ د دغې خواهش په ځواب کې حیرانتیا څرگنده کړه او ولسمشر ټرمپ ته یې د اتومي جبه خانې د زیاتولو قانوني حدونه تشریح کړل.

ولسمشر ټرمپ د این بي سي دغه رپورټ رد کړیدی او وایي چې هغه کومه غوښتنه نه ده کړی.

XS
SM
MD
LG