د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا جنګي الوتکو پر کوریا پروازونه وکړل


الوتکو د جنوبي کوریا د ختیځ ساحل په اوبو کې له هوا ځمکې ته وېشتل کېدونکې توغندي وازمایل
الوتکو د جنوبي کوریا د ختیځ ساحل په اوبو کې له هوا ځمکې ته وېشتل کېدونکې توغندي وازمایل

د امریکا د جنګي الوتکو د دغو پروازونو هدف شمالي کوریا ته د امریکا د ځواک ښودل بلل کیږي.

د جنوبي کوریا لوی درستیز په یوې اعلامیې کې ویلي چې د امریکا دوې بي-۱بي او دوې اف-۱۵کی بمب غورځونکو الوتکو د کوریا په ټاپو وزمه کې پروازونه او تمرینونه وکړل.

اعلامیه وايي الوتکو د جنوبي کوریا د ختیځ ساحل په اوبو کې له هوايي ځمکې ته وېشتل کېدونکې توغندي وازمایل او بیا د جنوب ساحل او چین ترمنځ سیمې ته ولاړې او همدا کار یې تکرار کړ.

د امریکا پوځ په یوې جلا اعلامیې کې ویلي چې د دوې جنګي الوتکو د جنوبي کوریا سره له تمرین وروسته له جاپاني الوتکو سره ګډ تمرینونه وکړل. رویټرز وايي دا لومړی ځل دی چې امریکايي الوتکې له جنوبي کوریا او جاپان له پوځ سره داسې ګډ تمرینونه کوي.

امریکايي الوتکې په ګوام کې د اندرسن له هوايي پوځي اډې څخه الوتلې وې. تېره میاشت پیونګ یانګ ګواښ کړی و چې ګوام ته په ورڅېرمه سیمه کې به د لنډ واټن وېشتونکي توغندي ازموینه وکړي.

الوتکې په ګوام کې د اندرسن له هوايي پوځي اډې څخه الوتلې وې
الوتکې په ګوام کې د اندرسن له هوايي پوځي اډې څخه الوتلې وې

ولسمشر ټرمپ له خپلو دفاعي چارواکو سره غونډه کړې چې د شمالي کوریا له لوري هر ممکن ورپېښ خطر ته څنګه ځواب ووايي.

په اصل کې د متحدو ایالتونو او شمالي کوریا روابط له هغه وروسته نور هم خراب شول چې پیونګ یانګ د بېلابېلو وسلو او توغندیو ازموینه وکړه او ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ ین پر یو بل سخت لفظي بریدونه وکړل.

شمالي کوریا په دې وروستیو اونیو کې دوه میزایل وازمایل او تر څنګ یې خپل شپږم اتومي ازموینه هم وکړه. د شمالي کوریا هڅه دا ده چې داسې توغندی جوړ کړي چې هم اتومي وسلې ولیږدولی شي او هم امریکا ووېشتلې شي.

XS
SM
MD
LG