د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ له سترې محکمې وغوښتل چې د تعرفو د قضیې ارزونه چټکه کړي


د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د د غه هېواد له سترې محکمې څخه وغوښتل چې د تعرفو ارزونه چټکه او د مرافعې محکمې پرېکړه رد کړي.

دا غوښتنې له هغې څو ورځې وروسته کېږي چې یوې ابتدايي محکمې پرېکړه وکړه چې د ولسمشر ټرمپ اکثریت تعرفې، چې د ټرمپ د اقتصادي او تجارتي تګلارې لپاره حیاتي دي، د بېړنیو اختیاراتو د قانون په اساس، ناقونه دي.

خو ولسمشر ټرمپ وویل: «د دغه هېواد د بري لپاره تعرفې حیاتي دي. کله چې زه وایم ما اووه جګړې ختمې کړې، لږ تر لږه د دغو جګړو نیمایي یې د تعرفو په زور ختمې شوې. ما وویل چې «ښه، موږ به له تاسو سره هېڅ تجارت نه کوو او یا که مو جګړې ته ولاړې، لوړې تعرفې به درباندې ولګوو. ناببره دوی اعلان وکړ، چې جګړه ختمه شوه.»

ابتدايي محکمې پرېکړه کړې چې د ولسمشر ټرمپ تعرفې به د اکتوبر میاشتې تر نیمایي پورې په خپل حال پاتې وي، چې حکومت ته ډېر وخت ورکړل شي د دغې قضیې په اړه عالي محکمې ته مراجعه وکړي.

ولسمشر ټرمپ د روان کال په لومړیو کې د اقتصادي اضطراري قانون د اختیاراتو په نړیوال قانون باندې استناد وکړ، چې ولسمشر ته اجازه ورکوي په اضطراري حالاتو کې د اقتصادي تنظیم لپاره یو اړخیز اقدامات وکړي.

د دغې قضیې د بیا کتنې محکمې د ۷-۴ رایو په اساس حکم وکړ چې په «دغو اقداماتو کې یو هم په څرګند ډول په تعرفو، محصولاتو، یا دې ورته مسایلو او یا د مالیې ورکولو په واک شامل نه دی.»

ټرمپ وايي چې دا پرېکړه به په مهمو تجارتي مذاکراتو کې د سپینې ماڼۍ دریځ زیانمن کړي او که سترې محکمې دا په خپل حال پرېښودله، ممکن متحده ایالتونه به له اروپايي ټولنې، جاپان، جنوبي کوریا او نورو سره شوي تجارتي تړونه ختم کړي. هغه څرګنده کړه چې دا زیان به متحده ایالتونه ډېر زیانمن کړي.

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت ځانګړي څارنوال جان ساور قاضیان وهڅول چې د ولسمشر د تعرفو د بشپړ قانوني وضعیت په تائید سره دې مسئلې ته ځانګړی ارزښت ورکړي او دا دوسیه د امکان تر حده چټکه کړي او ژر یې وارزوي.

سترې محکمې ته په سپارل شویو اسنادو کې د متحدو ایالتونو د مالیې د وزیر سکات بیسنت بیانیه ځای شوې چې هغه ویلي دي د بیا ارزونې حکم «په اوس وخت کې په روانو مذاکراتو باندې منفي اغیز» کړی دی.

بیسنت ویلي دي: «د نړۍ مشران د تعرفو د لګولو په اړه د ولسمشر صلاحیت تر پوښتنې لاندې راولي، له مذاکراتو وځي او یا یې ځنډوي او یا په خپلو مذاکراتو کې مختلفې محاسبې ځای کوي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG