د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (مارچ۱۶) د امریکا له لوري د "کیوبا د نیولو" امکان څرګند کړ.
هغه په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل باور لري چې هغه به دغه کمونیستي جزیره یي هېواد، چې د متحدو ایالتونو د فلورېډا له ایالت څخه ۱۴۵ کیلو میتر لېری دی، د نیولو "ویاړ" ولري.
ټرمپ وویل: " فکر کوم که غواړم هر څه ورسره کولای شم، ازاد یې کړم او که یې ونیسم."
هغه کیوبا "اوس مهال یو ډیر کمزوری هیواد" وباله.ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې کیوبا اوس د برېښنا سخت کموالی تجربه کوي. د کیوبا ولسمشر میګویل ډیاز کانل د بریښنا د قطع کیدو علت د متحدو ایالتونو له لوري د انرژۍ بندیز وباله.
کیوبا خپل ډېر تيل له وینزویلا څخه ترلاسه کوله، خو د جنورۍ په میاشت کې د وینزویلا د مشر نیکولاس مادورو د نیولو لپاره د متحدو ایالتونو د ځواکونو له عملیاتو وروسته، متحدو ایالتونو دا انتقال بند کړ.
ټرمپ د امریکا او کیوبا د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو یادونه وکړه او د دوشنبې په ورځ یې وویل چې "دوی له موږ سره خبرې کوي،" که څه هم هغه په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.
د امریکا د بهونیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼې کې وویل چی کیوبا یو کارنده او فعال اقتصاد نه لرې او باید په دې هکله اقدام وشي.
روبیو وویل: "کیوبا یو داسې اقتصاد لري چی کار نه ورکوي او یو سیاسي او حکومتي سیستم یې نه شي رغولای. بنآ، باید په ډراماتیک ډول تغیر شي."
فورم \ دبحث خونه