د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: امریکا د ګمرکي محصول په اړه خپل دریځ نه بدلوي


د جي ٧ هیوادونو مشران
د جي ٧ هیوادونو مشران

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وویل چې د غیر عادلانه بهرنۍ سوداګرۍ د مخنیوي لپاره به هر ډول اقدامات وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور په داسې حال کې خپل دریځ اعلان کړ چې د کاناډا، مکسیکو او اروپايي هيوادونو مشرانو هڅه وکړه چې پر المونیمو او پولادو د ګمرکي محصول د زیاتیدو په اړه د ولسمشر ټرمپ وروستی دریځ بدل کړي.

خو جمهور رئیس ټرمپ وویل چې د G7 له مشرانو سره د عادلانه تجارت په اړه ښې خبري درلودې او د غیر عادلانه بهرنۍ سوداګرۍ د مخنیوي لپاره هر ډول اقدام کوي.

ټرمپ زیاته کړه، د امریکا د پخوانیو مشرانو د ناسمو پريکړو له امله هيواد یې یوازې په تیر کال کې اته سوه پنځوس میلیارده ډالره زیان لیدلی دی.

د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون د جون په اتمه له ولسمشر ټرمپ سره ولیدل او د سوداګرۍ په برخه کې یې د رامنځ ته شویو اختلافاتو د کمیدو پر سر خبري وکړي.

د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون وویل:" موږ د سوداګرۍ په اړه یو جدي موقف لرو، خو پرمختګ تل موجود دی. موږ غواړو داسې یوه لاره تعقیب کړو چې د ټولو خواو ګټه پکې وي. "

جمهور رئیس ټرمپ د جون په اتمه په ډاګه وویل، د سوداګرۍ په برخه کې له ازمایښت سره مخ دی، ځکه د امریکااو اورپايي ټولنې ترمنځ په سوداګرۍ کې انډول نشته او د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون په دې برخه کې ډیره مرسته کړېده.

امریکا، جرمني، بریتانیا، جاپان، فرانسه، ایټالیا او کاناډا د جي ۷ ډلې غړي هيوادونه دي.

د کاناډا کیوبیک ښار د جون په اتمه او نهمه د نړۍ د اوو صنعتي هيوادونو د مشرانو د غونډې کوربه دی.

XS
SM
MD
LG