د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوو اوونیو لپاره د ایران پر رژیم د پوځي بریدونو د ځنډیدو خبر ورکړ او دا کار یې په سیمه کې د اوږدمهاله سولې د ترلاسه کیدو لپاره یو ګام وباله.
ولسمشر ټرمپ د واشنګټن په وخت د سه شنبې په مازدیګر (اپریل اوومه) په خپله ټولنیزه رسنۍ ټروټ سوشل کې د ایران لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل د پای ته رسیدو خبر ورکړ او ویې ویل دا پریکړه د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف او د هغه هیواد د لوی درستیز عاصم منیر سره تر خبرو وروسته شوېده.
ولسمشر ټرمپ وویل، پاکستاني چارواکو له هغه څخه غوښتي دي چې دا بریدونه وځنډوي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي هم امریکا غږ ته وویل چې اسراییل هم له اوربند سره هوکړې کړې ده.
ولسمشر ټرمپ ټینګار کړی دی چې بریدونه به په دې شرط ځنډول شي چې ایران" په بشپړ، عاجل او خوندي ډول د هرمز تنګي له پرانیستل کیدو سره هوکړه وکړي."
ولسمشر ټرمپ وویل ددې شرط په پوره کیدو سره به د دواړو لورو ترمنځ یو دوه اړخیز اروبند ټینګ شي.
ولسمشر ټرمپ له دې مخکې خبرداری ورکړی وو چې د ایران تمدن به تر راتلونکو څو ساعتونو پورې له منځه ولاړ شي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر د سه شنبې په ورځ په خپله ټولنیزه رسنۍ تروت سوشل ولیکل:"یو بشپړ تمدن به نن شپه له منځه ولاړ شي، او بیا به هېڅکله بېرته را ونه ګرځي. زه نه غواړم دا پېښه رامنځته شي، خو ښايي همداسې وشي."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ولسمشر ټرمپ د سوشل ټروټ له پوست څخه کابو ۴۰ دقیقې وروسته په یوې اعلامیه کې وویل: «که پر ایران بریدونه ودریږي» د ایران ځواکونه به خپل دفاعي عملیات ودروي.
عراقچي زیاته کړې: «د دوو اونیو لپاره به له هرمز تنګي څخه خوندي تګ راتګ د ایران د وسله والو ځواکونو سره په همغږۍ او تخنیکي محدودیتونو ته په پام، د امکان وړ وي. »
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ ددې په اړه چې آیا د متحدو ایالتونو او ایران مذاکرات به ژر پیل شي د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:" د مخامخ خبرو په اړه بحثونه موجود دي خو تر هغه چې ولسمشر یا سپینه ماڼۍ اعلان ونکړي، هیڅ شي قطعي ندي."
بلخوا د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د ولسمشر ټرمپ د پیغام له خپرېدو ساعت وروسته، په خپل ایکس حساب کې ولیکل: «متحدو ایالتونو، د ایران اسلامي جمهوري له خپلو متحدینو سره، د لبنان په ګډون په فوري او سراسري اوربند هوکړه وکړه.»
شهباز شریف لیکلي دي چې د دواړو هېوادونو «پلاویو ته بلنه ورکړل شوې چې د اپریل په ۱۰ نیټه په اسلام اباد کې د مذاکراتو د دوام او وروستۍ هوکړې د ترلاسه کیدو لپاره غونډه وکړي.»
خو د ضرب الاجل د پوره کیدو ساعت مخکې ولسمشر ټرمپ په خپله ټولنیز رسنۍ تروت سوشل ولیکل:"ددې پریکړه دلیل دادی چې موږ له مخکې خپل ټول پوځي اهداف ترلاسه کړي دي او حتی تر هغه اخوا هم تللي یو. او همدارنګه د ایران سره د یوې اوږدمهاله سولې او په منځني ختیځ کې د سولې په اړه د یوې وروستۍ هوکړې په لار کې مو پرمختګ کړی دی."
د امریکا ولسمشر ویلي دي چې د ایران له خوا یې د لسو مادو یو وړاندیز ترلاسه کړی او په دې باوی دی چې دا کیدای شي د منلو وړ مذاکراتو لپاره یو اساس وي.
ولسمشر ټرمپ ویلي دي:"د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ تقریبا په ټولو پخوانیو اختلافاتو د حل په اړه هوکړه شوې ده، خو د دوو اوونیو دا پړاو فرصت ورکوي څو وروستۍ هوکړه بشپړه او عملي شي."
ولسمشر ټرمپ د تروت ټولنیزې شبکې په دې پیغام کې د ولسمشر او د منځني ختیځ د هیوادونو په استازیتوب لیکلي :"ویاړم چې دا اوږدمهاله ستونزه حل ته نږدې شوې ده."
فورم \ دبحث خونه