د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ایران د کنګل شویو شتمنیو څخه ایرانیانو ته غله اخیستل کیږي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې واشنګټن به د ایران له کنګل شویو پیسو څخه د ایران د خلکو لپاره د امریکایي بزګرانو څخه د محصولاتو د اخیستلو لپاره کار واخلي.

ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (جون ۲۵) په سپینې ماڼۍ کې له امریکایي بزګرانو سره په لیدنه کې وویل،"یو نوی مارکیټ رامنځ ته کیږي او هغه ته د ایران په زړه پوري هیواد وایي، هغه یو ښکلی ځای دی. آیا د چا خوښیږي چې هلته ولاړ شي؟ د ایران اسلامي جمهوري، هغوی د خوړو په برخه کې مشکلات لري او موږ به د هغوی له پیسو څخه یو مقدار واخلو او مصرف به یې کړو. موږ به غنم، سویابین، جوار او نور ډیر شیان واخلو. دا بهیر به دیر ژر پیلیږي."

په سویس کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د مقدماتي خبرو د لومړي پړاو وروسته، متحدو ایالتونو په قطر کې د ایران د کنګل شویو شتمنیو د یوې برخې له ازادیدو سربیره، د هرمز تنګي د پرانیستل کیدو او د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس د څارونکو د منل کیدو په بدل کې هغه هیواد ته د شپیتو ورځو لپاره د بندیزونو یو معافیت صادر کړ چې له مخې یې ایران کولی شي خپل او نفت وپلوري.

امریکا په داسې حال کې د هرمز تنګي په پرانیستل کیدو ټینګار کوي چې د پنجشنبې په ورځ د عمان خلیج ته نږدې پر یوې کارګو کښتي د توغندي برید خبر ورکړل شو.

رویټرز د دوو امریکایي چارواکو په حواله لیکلي دي چې پر دې کښتۍ د ایران له خوا برید شوی، خو ایران ویلي کومې کښتۍ چې له ټاکل شوي مسیر څخه بیرون حرکت کوي، د خوندي تګ راتګ څخه برخمنې ندي.

دا برید په داسې حال کې کیږي چې د واشنګټن او تهران د وروستۍ هوکړې د ترلاسه کیدو لپاره هڅې کوي، واشنګټن ټینکار کوي چې د ایران په اړه قضاوت د هغه هیواد په کړنو پورې پړاو لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ له ایران سره په دیپلوماسي ټینګار وکړ خو خبرداری یې ورکړ چې ولسمشر نور انتخابونه هم لري.

روبیو وویل،"وګورئ، ولسمشر ګڼ انتخابونو لري. که ایران له خپلې خبرې واوړي، یا که ایران پرېکړه وکړي چې معامله نه غواړي، راځئ هیله وکړو چې داسې نه وي. موږ نه غواړو چې داسې وشي. موږ به ډیپلوماسۍ فرصت ورکړو. موږ یو ښه ټیم لرو چې پر دې کار کوي، خو که دا کار ونکړي ولسمشر پوهیږي چې څه وکړي."

مارکو روبیو دا څرګندونې په بحرین کې د خلیج هیوادونو له بهرنیو وزیرانو سره تر غونډې وروسته وکړې.

د غونډې په اعلامیو کې، متحده ایالاتو او خلیج هیوادونو د ایران له څو اړخیزو ګواښونو سره د مقابلې غوښتنه کړې چې په کې د اټومي وسلو د جوړولو یا ترلاسه کولو مخنیوی هم شامل دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG