سره له دې چې واشنګټن په دې وروستیو کې د مسکو او کییف ترمنځ د کړکېچ د کمولو هڅې کړې دي، دواړو لورو یو ځل بیا پر یو بل پراخ بریدونه کړي دي.
په اوکراین کې چارواکو ویلي چې روسیې تېره شپه د اوکراین پر بېلابېلو سیمو لږترلږه ۲۱ بالستیک توغندي توغولي دي.
بل لور ته، د روسیې پوځ نن اعلان وکړ چې د مسکو او د روسیې د نورو ښارونو پر فضا یې لږترلږه ۸۰۸ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې دي.
د اوکرایني چارواکو په وینا د روسیې د بریدونو له امله لږترلږه دوه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو په اړه خوشبیني څرګنده کړه.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي "څو ورځې مخکې مې له ولادیمیر پوتین سره د هغه او اوکراین ترمنځ د جګړې د حل په اړه خبرې وکړې. زما په اند، موږ د دې جګړې پای ته رسېدو ته نږدې شوي یو، ښايي د پای تر ټولو نږدې پړاو ته رسېدلي واوسو. "
دا په داسې وخت کې ده چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویټکاف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لېدنه کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په موخه د امریکا، روسیې او اوکراین د مشرانو ترمنځ د درې اړخیزې غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د دې غونډې لپاره د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي "لکه څنګه چې موږ له دې غونډې څخه درک کړې، روسیه زموږ د ټیمونو ترمنځ د درېاړخیزې غونډې ملاتړ کوي. امریکايي لوري وړاندیز وکړ چې دا غونډه دې ژر تر ژره ترسره شي، او موږ هم د دې وړاندیز ملاتړ کوو. زه نه پوهېږم چې د دې غونډې وروستۍ نېټه به کله وي. د غونډې اجنډا روښانه ده: د جګړې پای ته رسول، سولې ته نږدې کېدل او لکه څنګه چې ما درک کړې، د مشرانو په کچه د یوې غونډې لپاره د ټولو اړینو تیاریو بشپړول. دا موضوع د ټولو لپاره ډېره مهمه ده. "
بلخوا د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د پنجشنبې په ورځ (اکټوبر۲۲مه) وویل چې د امریکا، روسیې او اوکراین د مشرانو ترمنځ د درې اړخیزې غونډې جوړولو لپاره لا هم وخت شته، خو نوموړي د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن هڅې مهمې وبللې.
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف وايي "د امریکا اداره د سوله ییز حللارې په موندلو کې د مرستې لپاره ډېرې هڅې کوي. اروپايي پلازمېنې د سوله ییز حل د هڅولو لپاره هېڅ نه کوي، بلکې د جګړې د لا زیاتې پراختیا او شدت لپاره ډېرې هڅې کوي. په دې ډول پرېکړو کې روسیه یوازې د خپلو ګټو پر بنسټ عمل کوي او په راتلونکي کې به هم همدې تګلارې ته دوام ورکړي. "
په همدې حال کې جرمني چارواکو د پنجشنبې په ورځ د یوه اوکرایني وګړي د نیولو خبر ورکړ چې شک پرې کېږي د روسیې لپاره یې جاسوسي کوله.
د جرمني صدراعظم فریدریش مرتز وویل چې د دغه شکمن کس نیول هغه نه دی حیران کړی. نوموړي خبرداری ورکړ چې جرمني ښايي په راتلونکي کې د دې ډول نورو پېښو شاهد هم واوسي.
فورم \ دبحث خونه