د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ افغانستان کې د امریکایي نظامي تجهیزاتو پریښودلو پریکړه احمقانه وبلله  

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهار شنبې په ورځ (جولای ۲۲) په جورجیا ایالت کې د خپلو ګڼو مینوالو ترمنځ په خبرو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا د نظامي تجهیزاتو په پریښودو انتقاد وکړ.

ولسمشر ټرمپ د امریکا تیر حکومت ته په اشارې وویل چې هغوی طالبانو ته ډیر نظامي تجهیزات پریښودل.

ولسمشر ټرمپ وویل: "لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، هغوی په احمقانه توګه ډیره څه ورکړل.په حقیقت کې دا ډیر و، خو د هغه څه په پرتله چې موږ جوړ کړل، دا لږ و. خو هغوی ډیره څه طالبانو او افغانستان ته ورکړل. هغوی واخیستل. موږ ځو. راځئ چې نوې نوې ماشينې شاته پرېږدو. راځئ چې الوتکې شاته پرېږدو."

ولسمشر ټرمپ وویل ده لیدل چي څه پیښیږي او په افغانستان کې د نظامي تجهیزاتو پریښودل ورته خواشینونکې وه.

دا لومړی ځل ندی، ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي تجهیزاتو په پریښودلو انتقاد کوي، نوموړي تر دې وړاندې هم په بیلابیلو ویناوو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په څرنګوالي او په هغه هیواد کې د امریکایي نظامي تجهیزاتو په پریښودلو انتقاد کړی دی.

ټرمپ د سږ کال په جون میاشت کې د جي۷ صنعتي هېوادونو د مشرانو د سرمشریزې له پای وروسته په خبري کنفرانس کې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو نیوکه وکړه او دا يې شرمونکی شاتګ وباله.

ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په فبروري کې هم د محافظه کارانود سیاسي عمل کلنۍ غونډۍ په وروستۍ ورځ د هغو تجهیزاتو په بیرته اخیستو ټینګار وکړ چې د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو تر وتلو وروسته هلته پاتې دي. نوموړي ویلي وو ،کله طالبان په نظامي رسم ګذشتونو کې ویني چې په امریکایي موټرو کې ګرځي، په قهر کیږي.

ولسمشر ټرمپ د دویم ځل لپاره واک ته تر رسیدو وروسته، د امریکا پر پخواني ولسمشر جو بایډن حکومت تور پورې کړ چې "دښمن" ته یې د امریکا د پوځ میلیاردونه ډالر ورکړي.

خو پخواني ولسمشر جوبایډن ویلي وو چې ده نه غوښتل په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه نورو ولسمشرانو ته پاتې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG