د لاس رسي وړ اتصالات

په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۱۴میلیون واوښت؛ امریکا یې سر کې ده 


کرونا تر بل هر هېواد امریکا ډېره ځپلې ده
کرونا تر بل هر هېواد امریکا ډېره ځپلې ده

د کرونا ویروس له کبله په ټولې نړۍ کې د شنبې د ورځې تر سهار جولاۍ۱۸ (چنګاښ۲۸) څه باندې ۶۳۰زره کسان مړه شوي او تر ۱۴میلیون ډېر نور پرې اخته دي.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر ټولو ډېر کسان د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کروناویروس اخته شوي‌ چې شمېر یې شاوخوا ۳.۶ میلیون ته رسیږي. څه باندې ۳۹زره نور کسان مړه شوي‌ دي. د کروناویروس تر بل هر هېواد امریکا ډېره ځپلې ده.

په امریکا کې یوازې تېره ورځ څه باندې ۷۰زره کسان د کرونا په ویروس اخته شوي‌ چې د شمېر له پلوه دا پېښې بېسارې دي.

په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ وايي چې په امریکا کې په ملي کچه د ماسک تړل نه جبري کوي. ښاغلي ټرمپ د فاکس تلویزون سره یوه مرکه ویلي دي: " زه غواړم چې خلک خپل اختیار ولري، زه په دې «ماسک جبري کول» باور نلرم."

په همدې حال کې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره د سپینې ماڼۍ ځانګړې ډلې په یو راپور کې چې لا خپور شوی نه دی ویلي دي‌ چې د امریکا ۱۸ ایالتونو د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره جدي او کلک محدودیتونه لګولي.

وايي هغو ایالتونو کې چې د کروناویروس دویمه څپه پرې راغلې ده، د کاروبار او ژوند دبیا عادي‌ کولو پلانونه یې ځندولي‌ دي.

په کالفورنیا کې او ځینو نورو ایالتونو کې بیا نوي محدودیتونه لګول شوي چې د کروناویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

د کالفورنیا والي ګاوین نیوزم د ښوونځیو بیا پرانیستلو ته نوي محدودیتونه ولګول او داسې ښکاري‌ چې په را روان ژمي کې به د دغه ایالت په ډېرو ناحیو او ولسوالیو کې ښوونځي نه پرانیستل کیږي.

په شیکاګو کې هم اعلان شوی دی چې زده کوونکي به یوازې د اونۍ دوه ورځې ښوونځي ته ځي اونورې زده کړې به انلاین کوي.

د تکساز حکومت بیا ویلي دي د تعلیمي کال د پېلېدو لومړۍ څلور اونۍ به انلاین زده کړې وي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي‌ چې تېره ورځ په ټولې نړۍ کې شاوخوا ۲۵۰زره کسان په کرونا اخته شوي دي.

د امریکا له متحدو ایالتونو وروسته په برازیل کې بیا تر دوه میلیون ډېر خلک د کرونا په یروس اخته شوي دي‌. په برازیل پسې بیا هند دی چې څه باندې یو میلیون خلک په کې د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه په برازیل کې نژدې ۷۹زره کسان او په هند کې څه باندې ۲۶زره کسان مړه شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل په تېر ډسمبر کې د چین د هوبي‌ په ایالت کې خپور شو او دا مهال د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۶۰۰زره کسان مړه کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG