د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ وايي د فوټبال نړیوال جام کې د ایران د ټیم ګډون د منلو وړ دی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د فوټبال په نړیوال جام کې د ایران د فوټبال د ملي ټیم ګډون ورته د منلو وړ دی. دا پداسې حال کې ده چې ټاکل شوې د ایران ټیم د ګروپي پړاو خپلې سیالۍ په امریکا کې ترسره کړي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته په سپینه ماڼۍ کې وویل: «پوهېږئ څه؟ پرېږدئ چې ولوبېږي.»

دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې د فیفا مشر ګیاني اینفانتینو ویلي وو: «ایران به د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام کې ګډون وکړي، او البته ایران به په متحده ایالتونو کې لوبې وکړي.»
انفانتینو زیاته کړې وه چې د دې پرېکړې هدف د خلکو یو ځای کول دي او ویې ویل: «موږ باید خلک سره یو ځای کړو.»

په لوبو کې د ایران د ګډون موضوع وروسته له هغې راپورته شوه چې متحدو ایالتونو او اسرائیل د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران پوځي بریدونه پیل کړل.

ټاکل شوې چې ایران په لاس انجلس کې د جون په ۱۵مه او ۲۱مه خپلې لوبې ترسره کړي، او وروستۍ د ګروپ لوبه به د جون په ۲۶مه په سیاتل کې وکړي.

په همدې حال کې، کاناډا د ایران د فوټبال فدراسیون مشر مهدي تاج ته هغه هیواد ته د ننوتلو اجازه ور نه کړه، په داسې حال کې چې دغه هېواد د فیفا د غړو د یوې غونډې کوربه وو.

تاج د ایران سپاه پاسداران انقلاب د ځواکونو پخوانی غړی دی، چې دغه ځواک د امریکا، کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو له خوا د ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی دی.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني خبریالانو ته ویلي: «د سپاه پاسداران انقلاب غړي دې هېواد ته له ننوتلو منع شوي او دوی به دې هېواد ته داخل نه شي.»

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG