د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ووهان له لابراتوارونو نه د کروناویروس د خپریدو په اړه پلټنه کوو


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۵ (وري ۲۷) ویلي چې حکومت یې ددې مسلې د معلومولو په لټه کې دی چې آیا د کروناویروس د چین د ووهان ښار له لابراتوارونو نه سرچینه اخیستې که نه.

د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي دي چې اطلاعات یې دا څرګندوي چې ښایي کروناویروس په طبیعي توګه رامنځ ته شوی دی. خو هغه د چین په لابراتوارونو کې ددې ویروس جوړیدل هم رد نه کړل.

د فاکس نیوز تلویزیوني شبکې د یو خبر په بنسټ چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو د کروناویروس د چین د ووهان ښار د لابراتوارونو څخه د یوې بیولوژیکي وسلې په توګه نه، بلکه د چین د هغو هڅو د یوې برخې په توګه رامنځ ته شوی چې څرګنده کړي دا هیواد د ویروس سره په مقابله کې د امریکا د متحده ایالاتو سره مساوي او یا له هغه څخه زیات بریالی دی.

دغه رپوټ د یو شمیر نورو رپوټو تر څنګ دا څرګندوي چې د ووهان ښار د لابراتوارونو یو کارکوونکي چیرته چې د ویروس پیژندنې آزمایښتونه کیږي او معیارونه سم نه مراعت کیږي پدې ویروس ککړ شوی او بیا دغه ککړ شوی کس د کبانو مارکیټ ته تللی او ددې ویروس د خپریدو سبب شوی دی.

ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په خبري کنفرانس کې وویل چې ددې پیښې نه خبر دی او زیاته یې کړه: "مونږ ددغه ډاروونکي وضعیت د دقیقې ارزونې په حال کې یو چې پیښ شوی دی".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ښاغلي ټرمپ د خبري کنفرانس وروسته د فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل: "مونږ پوهیږو چې دغه ویروس د چین د ووهان ښار نه منشا اخیستې او د ویروس پیژندنې انستیتوت د کبانو له مارکیټ نه یواځې څو کیلومتره واټن لري...مونږ واقعاْ‌ د چین د دولت نه غواړو چې ددغه ویروس د پراخیدو د څرنګوالي په اړه وضاحت ورکړي".

پدې ترڅ کې مایک پمپیو د چین د کمونست ګوند د بهرنیو اړیکو د رئیس سره په خبرو کې د کووید۱۹ ناروغۍ په وړاندې د هغه هیواد د مقابلې د شفافیت غوښتنه وکړه.

د هغه اعلامیې له مخې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۵ خپره کړه، مایک پمپیو د یانگ جیه‌چي سره په خبرو کې د بشپړه شفافیت په اړتیا او د کووید۱۹ ناروغۍ د وبا په وړاندې په مقابله او په راتلونکې کې ددې ویروس د احتمالي خپریدو په اړه د اطلاعاتو په شریکولو ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG