د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان سره مرستې وځنډولې


د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د کرونا ویروس پر ضد د روغتیا نړیوال سازمان پر فعالیتونو انتقاد کړی او له دغه سازمان سره یې د خپل هیواد لخوا د مالي مرستو ځنډولو امر کړی دی.

ډونالد ټرمپ پرون سې شنبه د اپرېل ۱۴ (وري ۲۶) د واشنګټن پر وخت مازدیګر مهال یوې خبري ناستې ته وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان د کروناویروس پر ضد کمزوری عمل کړی او په دې برخه کې سم مدیریت نه دی کړی.

د هغه په خبره د روغتیا نړیوال سازمان د کروناویروس بحران د رامنځته کېدو پرمهال پر موقع عمل ونه کړ او په دې اړه یې هیڅ یو معتبر راپور هم خپور نه کړ.

ښاغلي ټرمپ چین ته پر سفر د ممنوعیت نه اعلانول د روغتیا نړیوال سازمان له نورو نیمګړتیا څخه وبلل.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر همدارنګه زیاته کړه چې هیواد یې د روغتیا نړیوال سازمان په اړه خپلو څېړنو ته دوام ورکوي چې په وینا یې په راتلونکې کې به هم له دغه سازمان سره د خپلو مرستو په اړه پرېکړه وکړي.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش پخپل غبرګون کې کروناویروس یوه ټول شموله وبا او د نړۍ لپاره یو خطر ناک کړکېچ بللی دی.

ښاغلي ګوتریش په خپرې شوي اعلامیې کې د روغتیا نړیوال سازمان څخه د ملاتړ پر تاکید سره زیاته کړې چې یاد سازمان اوس هم له کروناویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې اوس مهال د کروناویروس سره د مبارزې په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان او یا نورو بشري سازمانونو سره د منابع کمولو وخت نه دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې اوس مهال تر بل هر وخت د نړیوالې ټولنې د یووالي وخت رارسېدلی تر څو د کروناویروس له امله د بشري، اقتصادي او ټولنیزو زیانونو مخه ونیول شي.

د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې کروناویروس د امریکا په متحده ایالاتو کې ۲۳۶۴۹ تنه مړه کړي او نژدې ۲۸۳زره تنه پرې اخته شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کروناویروس د نن چهارشنبې تر سهار اپریل ۱۵ (وري ۲۷) پورې ۱۲۷۵۹۰ کسان مړه کړي او څه کم دوه میلیون پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG