د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، متحده ایالتونه دې پایلې ته رسېدلي چې اوکراین تېرې اوونۍ د ادعا شوي ډرون برید پر مهال د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له کورونو څخه یو هم نه و په نښه کړی.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ د اېرفورس ون په الوتکې کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل: «زه باور نه لرم چې دا برید شوی وي. هلته نږدې یو څه پېښه شوې وه، خو له دې کور سره یې هېڅ تړاو نه درلود.»
روسیې تېرې اوونۍ ادعا وکړه چې اوکراین د پوتین د استوګنځایونو له ډلې پر یوه د ډرون برید کړی او د روسیې هوايي دفاع ټولو ډرونونه شنډ کړل.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وایي روسیه به دا برید بې له ځوابه پرېنږدي.
اوکرایین بیا په کلکه ددې برید ادعا رد کړې ده.
ولسمشر ټرمپ په پیل کې ویلي و چې وروسته له هغه چې پوتین د تېرې دوشنبې په ورځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ورته د هغه د استوګنځای پر ضد د ادعا شوي برید په اړه وویل، هغه «ډېر په غوسه» شوی و.
کله چې د هغه د لومړني غبرګون په اړه ترې پوښتنه وشوه، ټرمپ وویل: په اول سر کې ، خو «چې مونږ بیا وڅېړل، موږ باور نه لرو چې دا کار شوی وي.»
د روسیې له خوا د تیرې اونۍ د ادعا په اړه، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ټولنیزې شبکې ایکس کې وویل: «د پوتین پر استوګنځای باندې د برید ادعا بشپړ دروغ او جعل دي چې هدف یې د کیف په ګډون پر اوکراین باندې د اضافي بریدونو توجیه کول دي او همدارنګه د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ضروري ګامونو د نه اخیستلو دپآره یوه توجیه ده.»
هغه وویل غواړي شخړه پای ته ورسوي، او زیاته یې کړه: «زه فکر کوم موږ به دا کار وکړو.»
ټرمپ مخکې ویلي چې «یو یا دوه ډیر ستونزمن مسایل» شته چې روسیه او اوکراین یې باید حل کړي.
د بحث یوه اصلي موضوع د اوکراین ختیځ د (دونباس) سیمه ده. روسیه د دې سیمې ډیری برخې تر خپل کنټرول لاندې لري او غواړي چې اوکراین له هغو برخو څخه چې روسیه یې نه کنټرولوي هم ور تیر شي.
زیلینسکي ویلي چې د امریکا او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره په لویه کچه پر یوه چوکاټ د موافقې همغږي شته.
زیلینسکي تیرې اونۍ وویل: "موږ د سولې د چوکاټ ټول اړخونه وڅیړل،»
او زیاته یې کړه چې د ۲۰ ټکو د سولې د پلان په اړه «۹۰ سلنه» توافق رامنځته شوی دی."
د ۲۰ ټکو دا پلان د امریکا لخوا په نومبر کې د صادر شوي چوکاټ یوه تازه نسخه وه.
ټرمپ تېره اوونۍ له پوتین سره دوه ځلې ټیلیفوني خبرې وکړې او د فلوریډا ایالت په مارالاګو کې یې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره ولیدل. دا د امریکا د هغې هڅې برخه وه چې په اوکراین کې د روسیې نږدې څلور کلنه جګړه پای ته ورسوي.
فورم \ دبحث خونه