د لاس رسي وړ اتصالات

د تجارتي قرار داد لپاره د واشنګټن او بیجینګ جدې هڅې


د امریکا او چین مرکچي پلاوی
د امریکا او چین مرکچي پلاوی

د امریکا متحده ایالات او چین د تجارتي قرار داد د ترلاسه کیدو په هدف په واشنګټن کې خپلې خبري غځولي څو د دواړو هیوادونو تر منځ شته تشنج پای ته ورسیږي.

د چین لوړپوړی اقتصادي پلاوی واشنګټن ته راغلی او امریکايي مقاماتو سره یوځای هڅه کوي د جمهور رئیس ټرمپ او شي جینګ پینګ ترمنځ د ملاقات زمینه هم مساعده کړي.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د فبروري په ۲۲ نیټه د چین د جمهور رئیس له مرستیال لیو هي سره ملاقات کې ویل هیله من دی ژر د شي جینپنګ سره وګوري او د تجارتي قرار داد په وروستيو مواردو هوکړه وکړي.

کارپوهان وايي مخکې له هغه چې امریکا د مارچ له دویمي وروسته د چین پر محصولاتو تعرفې لوړي کړي د نړۍ دغه دوه ستر اقتصادي قدرتونه باید خپل اختلافات راکم کړي.

که چین او امریکا هوکړې ته ونه رسیږي امریکا به د چین د ۲۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت محصولاتو پنځه ویشت سلنه تعرفې لوړي کړي.

د واشنګټن او بیجینګ خبرو د ټولې نړۍ پام ځان ته اړولی دی. یو راپور وايي چین به د روانو مذاکراتو په نتیجه کې تر یو اعشاریه دوو تریلیونو ډالرو امریکايي محصولات واخلي.

د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ یو عمده مشکل د چین مخابراتي کمپنۍ ( هواوي ) ده، کومه چې د امریکا له خوا د ټکنالوژۍ د غلا په ګډون په څو موردو تورنه ده. ټرمپ ویلي دی ممکن هواوي په تجارتي قرار داد کې شامله کړي.

د چین او امریکا سوداګریزې خبري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

XS
SM
MD
LG