د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له ایران سره د سوداګرۍ استثناوې ختمې کړې


امریکا له ایران څخه د اتمي تړون څخه وتلې ده
امریکا له ایران څخه د اتمي تړون څخه وتلې ده

اټکل کیږي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به له ایران سره د یو شمیر هیوادونو د تجارتي راکړې ورکړې په اړه موجودې استثناوې ختمې کړي.

امریکايي چارواکي وایي د دغه کار هدف یې پر ایران د فشارونو زیاتول دي چې په سیمه کې یې نظامي ورانکاري کمه او اقتصاد یې زیانمن شي.

امریکا له ایران سره د اتمي تړون څخه تر وتلو وروسته چین، هند، جاپان، جنوبي کوریا، تایوان، ترکیې، ایتالیا او یونان مستثنا وګڼل او هغوی ته یې اجازه ورکړه چې له ایران سره سوداګري وکړي. خو اوس سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ (اپریل۲۲) دا استثناوې هم ختمې کړې.

امریکا ایران تورنوي چې په منځني ختيځ کې ترهګریو او نا امنیو ته لمن وهي. څو ورځې مخکې یې د ایران د سپاه پاسدران ځواکونه هم د ترهګرو سازمانونو په لست کې شامل کړل. واشنګټن پر تهران بندیزونه لګولي او له خپلو ټولو ایتلافیانو څخه یې غوښتي چې له دغه هېواد سره راکړه ورکړه ونکړي.

له بندیزونو وروسته ایټالیا، یونان او تایوان د ایران د تیلو واردات بند کړل. خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند کنګ خبریالانو ته وویل چې بیجینګ د امریکا د یو طرفه بندیزونو مخالف دی. هغه وویل چې له ایراني شرکتونوسره د چین تجارت شفاف او قانوني دي.

ولسمشر ټرمپ له ایران سره د اتمي تړون څخه وتلی دی، خو برتانیا، چین، فرانسه، روسیه او جرمني لا هم د دغه تړون برخې دي. ولسمشر ټرمپ وایي تړون ایران ته فرصت ورکوي چې اتمي وسلې جوړې کړي.

د دغه تړون په اساس ایران به اتمي وسلو جوړولو بندوي او په بدل کې به پر ایران لګول شوي اقتصادي بندیزونه خمتیږي.

XS
SM
MD
LG