د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران سره اوربند د وخت ضایع کول وو

د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي چې ایران ته یې سخته ماته ورکړې او د هغه هیواد سره د اوربند کول، د وخت ضایع کول وو.

ولسمشر د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۶) د خپلو کمپایني غونډو په دوام په مسیسیپي ایالت کې د وینا پرمهال د ایران په وړاندې د امریکایي پوځیانو محاصره په تاریخ کې تر ټولو ستره سمندري محاصره وبلله او ویې ویل چې د اوربند د مودې پرته هیڅ ایراني بیړۍ نده تیره شوې.

ډونالډ ټرمیل وویل:"موږ یو لنډ اوربند وکړ چې زما هېڅکله هم ډېر نه خوښېد. ما دا یو ډول د وخت ضایع کول باله. خو، تاسو پوهېږئ، ستاسې د مسلکي کسانو خبره اورېدل خوښېږي، نو موږ لنډ اوربند وکړ او ځینې کښتۍ مو پرېښودې چې دننه ولاړې شي. تاسو پوهېږئ، موږ غواړو چې ښه واوسو، خو زما په اند دا یوازې د وخت ضایع کول وو. خو موږ یو کار ترسره کوو. موږ ستاسو لپاره یو کار کوو."

ولسمشر په داسې حال کې له ایران سره د اوربند کول د وخت ضایع کول بولي چې واشنګټن او تهران په جون میاشت کې په اوربند سلا شول خو دغه اوربند د لندې وروسته له منځه ولاړ.

ولسمشر ټرمپ وویل امریکا پر ایران د برید پرته بله چاره نه درلوده. نوموړي ایران د دولتي ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی وباله او ویې ویل یاد هیواد د اټومي بم د ترلاسه کیدو څخه یوازې دوه اوونۍ لري وو.

ټرمپ اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي په هدف د هغه هیواد په وړاندې د نظامي عملیاتو په دوام ټینګار وکړ.

ولسمشر ټرمپ د ایران اټومي وړتیاوو د له منځه وړلو په برخه کې د امریکا د تیرو جمهورو رئیسانو په کړندو انتقاد وکړ او ویې ویل چې د جګړې تر پای ته رسیدو وروسته به د تیلو قیمت راټیټ شي.

نوموړي همدارنګه د ایران په وړاندې د متحدو ایالتونو د نظامي عملیاتو دفاع وکړه او ویې ویل چې دا جګړه امریکا نه بلکې ایران په ۱۹۷۹ کال کې د امریکا په وړاندې پیل کړې ده او په دې موده کې یې زیات امریکايي ځواکونه وژلي دي.

ولسمشر ټرمپ وویل:" ایران د ډیر وخت راهیسې له موږ سره دا کار کوي. هغوی غوره وسلې جوړوي. هغوی ډیر هوښیار خلک دي. خو موږ سخت ګوزارونه ورکړل."

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې لوړپوړو چارواکو د دوشنبې په ورځ په تهران کې له ایراني چارواکو سره د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې د بیا پیل د مخینوي په اړه وکتل.

بلخوا د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضایي ویلي چې د مکي د دفاعي تړون د غړو هیوادونو سره ښه بحثونه شوي دي.

نوموړي وویل:" زه احساس کوم د ایران د ملت د مقاومت او د ایران د وسله والو ځواکونو د قوت په برکت په سیمه کې نوې فضا رامنځ ته شوېده، زه د ښاغلیو په بحثونو کې د ډیرې مثبتې فضا احساس کوم. درې واړه (هیوادونه) په دې باور دي چې که موږ څلور واړه هیوادونه یوځای شو، په سیمه کې به دیر مشکلاتو هوار شي."

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ددې سفر په ارتباط په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د مکې د دفاعي تړون غړي هیوادونه هڅه کوي چې د ډیالوګ او خبرو اترو له لارې د متخاصمو لورو ترمنځ تاوتریخوالي راکم کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG