د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ښایي 'ډیر ژر' د ایران کلنګ غر په نښه کړو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (سپټمبر ۴) په سپینه ماڼۍ کې وویل ښایي امریکا "ډیر ژر" د ایران کلنګ غر په نښه کړي.

کلنګ غر د ایران د نطنز اټومي بټۍ ته نږدې چې سخته زیانمنه شوې موقعیت لري او ویل کیږي چې دا غر دوه ژور او کلک تونلونه لري.

ولسمشر ټرمپ وویل:" ایران به اټومي وسلې ونلري. د ترلاسه کولو څخه مو هغوی منع وکړل. موږ ممکن ډیر ژر د کلنګ غر په نښه کړو، ځکه که په کلنګ غره کې څه روان وي."

د متحدو ایالتونو ولسمشر همدارنګه زیاته کړه چې د هرمز په تنګي کې هیڅ ماین نشته، دا تنګي د امریکا له خوا کنټرولیږي او ډیر تیل ورڅخه تیریږي.

تر دې یوه ورځ مخکې، ولسمشر ټرمپ وویل چې ایران درې اټومي تاسیسات لري چې ټول یې "بشپړ له منځه وړل" شوي دي.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینا، د متحده ایالاتو فضايي ځواک د ایران درې اټومي تاسیسات چې نطنز، فردو او اصفهان پکې شامل دي څاري.

متحدو ایالتونو د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې پر دغو دریو اټومي سیمو بمبار وکړ.

ټرمپ د جي بي نیوز شبکې سره د یوې مرکې په ترڅ کې چې د پنجشنبې په ورځ [سپټمبر درېیمه] خپره شوې، ویلي متحده ایالتونه ددغو "تاسیساتو" په هره لویه برخه کمرې" لري او "د کلنګ په غره باندې هم کمرې" شته.

ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې متحده ایالات کولی شي دې اټومي تاسیساتو ته هر هغه کس چې ننوزي یا وځي وپېژني، او حتی د هغوی په یونیفورمونه لیکل شوي نومونه هم لوستلی شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG