د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د مهاجرو ماشومانو د تحفظ پروگرام فسخه کړ


د کالیفورینا په لاس انجلس کې د سپتامبر په څلورمه د DACA پروگرام د پلویانو مظاهره
د کالیفورینا په لاس انجلس کې د سپتامبر په څلورمه د DACA پروگرام د پلویانو مظاهره

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د سه شنبې په ورځ هغه پروگرام فسخه کړ چې د امریکا نه یې د سلگونو زرو ځوانو مهاجرو د ایستلو مخنیوی کاوه، خو د امریکا کانگرس ته یې شپږ میاشتې وخت ورکړی چې ددغو پناه غوښتونکو سرنوشت روښانه کړي.

مخکني جمهور رئیس باراک اوباما د "مهاجرو ماشومانو په وړاندې د اقدام د ځنډ" پروگرم یا DACA لاسلیک کړی و چې له مخې به یې ناقانونه کډوال ماشومان له امریکا څخه نه شړل کېدل او فرمان د هغو ماشومانو ساتنه کوله چې په ماشومتوب کې متحده ایالاتو ته راوستل شوي دي.

ددغه پروگرام له مخې د امریکا په متحده ایالاتو کې میشت نژدې ۸۰۰ زره غیر قانوني مهاجر د اجباري ایستلو نه معاف شوي وو او حتی کولای یې شول چې که واجد شرایط اوسي د کار جواز هم ترلاسه کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو لوی څارنوال جف سسشنز د ښاغلي ټرمپ ددې تصمیم د اعلان پر وخت وویل چې د DACA پروگرام فسخه کول په دې معنی نه دي چې گویا ددې پروگرام گډون کوونکي "بد انسانان" دي.

زیات شمیر هغه کسان چې د DACA پروگرام له فسخه کولو نه متاثر کیږي غیر قانوني مهاجرین دي چې د ماشومتوب پر وخت د لاتینې امریکا له هیوادونو څخه د امریکا متحده ایالاتو ته راوړل شوي دي.

ښاغلي ټرمپ د جمهور رئیس په توگه د کار له پیل نه څو اونۍ وروسته د امریکا له کانگرس نه وغوښتل چې د شپږو میاشتو په ترڅ کې د DACA پروگرام په اړه تصمیم ونیسي او اوس یې هم ددې پروگرام په هکله د تصمیم نیولو د مسولیت بوج د مانگرس پر اوږدو واچوه.

XS
SM
MD
LG