د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ښایي پر پاکستان مرستې د دوه گوني سیاست په وجه بندې کړي


په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي
په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي

په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې د سه شنبې په ورځ په ملگرو ملتونو کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان دوه گونې لوبه – د امریکا سره همکاري او د ترهگرۍ نه ملاتړ- د دونالد ټرمپ حکومت ته د منلو وړ ندي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د وروستیو څرگندونو په هکله چې د پاکستان په هکله یې کړي دي وویل، د متحده ایالاتو حکومت پاکستان ته د ٢٥٥ میلیونو ډالرو مرستې له ورکولو ډډه وکړه.

میرمن هیلي وویل "پاکستان د کلونو راهیسې دوه مخی سیاست لوبولی، کله یې له مونږ سره گډ کار کړی او په عین وخت کې یې هغو ترهګرو ته امنځای ورکړی چې په افغانستان کې زمونږ پر ځواکونو بریدونه کوي. دا لوبه نور د (امریکا) حکومت ته د منلو وړ نده".

امریکا: پاکستان دوه مخې لوبه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:51 0:00

میرمن هیلي وویل "مونږ د ترهګرۍ په ضد په جگړه کې له پاکستان نه د نورې زیاتې همکارۍ تمه لرو. جمهور رئیس غواړي پاکستان ته ټولې مرستې تر هغه پورې بندې کړي چې ترهگرو ته امنځایونه ورکوي او ملاتړ یې کوي. جمهور رئیس (ټرمپ) پدې اند چې که پاکستان ترهګرو ته پناه ورکړي او له ترهګرۍ ملاتړ وکړي، پر پاکستان به ټولې مرستې بندې کړي"

نیکي هیلي زیاته کړه "پر پاکستان د مرستو بندول د بیت المقدس د رای ورکولو له مسلې سره اړیکه نه لري، بلکه دا په بشپړه توگه په دې پورې اړه لري چې پاکستان ترهگرو ته امنځایونه ورکوي."

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپل ټویټ کې ولیکل چې "په تیرو ۱۵ کلونو کې امریکا په احمقانه ډول پاکستان ته تر ۳۳ میلیارد ډالرو ډیرې مرستې کړي، او دوې (پاکستان) موږ ته پرته له درواغو او خطاایستلو بل څه ندي راکړي او زموږ پر مشرانو یې د احمقانو خیال کړی. دوې (پاکستان) هغو ترهګرو ته امنځایونه ورکړي چې موږ یې په لږې همکارۍ په افغانستان کې ښکار کوو. نور به داسې نکیږي".

د جمهور رئیس ټرمپ د څرگندونو په ارتباط پاکستان د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د امریکا سفیر د اعتراض په توگه ورغوښتی و.

بل لور ته د پاکستان په وړاندې د ښاغلي ټرمپ سخت الفاظ د هغه هیواد لرغوني سیال هند او د افغانستان حکومتونو ستایلي دي، خو د پاکستان اوږدمهاله متحد چین یې ننگه کړې او د ترهگرۍ پر وړاندې یې د پاکستان مبارزه ستایلې ده.

XS
SM
MD
LG