د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ یو اجرايي فرمان لاسلیک کړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو ته لارښوونه کوي د اخوان المسلمین ځینې څانګې د بهرنیو ترهګریزو سازمانونو او د ځانګړو نړیوالو ترهګرو په توګه وپېژني، هغه دا اقدام امریکا «د ملي امنیت د خوندیتوب لپاره حیاتي » وباله.
د ولسمشر دغه دستور د کډوالۍ او ملیت او د نړیوالو اضطراري اقتصادي اختیاراتو او قوانینیو په استناد، په منځني ختیځ کې په ټولو تاوتریخوالو کې د دغې ډلې دخالت ته اشاره کوي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه نېټه د حماس له ترهګریز برید څخه وروسته، په اسرائیل باندې د توغندیو توغول هم په کې دي.
دغه دستور د بهرنیو چارو او مالیې وزراتونو په مشرۍ په ۳۰ ورځو کې په مصر، اردن او لبنان کې د اخوان المسلین د څانګو د احتمالي پېژندلو ارزونه پيلوي. هغه بنسټونه چې د ترهګرۍ په پارولو او په منځني ختيځ کې د متحدو ایالتونو او د متحدینو د ګټو په ضد یې د تخریب په کمپاینونو کې دخېل وپېژندل شي، شتمنۍ به یې ګنګل شي، سفرونه به یې محدود شي د اړوندو ډلو مادي حمایت به جرم وپېژندل شي.
دا اجرايي فرمان د متحدو ایالتونو ادارو ته لارښوونه کوي چې که ضرورت وي په ۴۵ ورځو کې دننه بندیزونه پيل کړي. په اجرايي فرمان کې راغلي دي: «اخوان المسلمین په ۱۹۲۸ کال کې په مصر کې جوړ شو او بیا د مصر څخه د باندې په یوې شبکې بدل شو، چې اوس په منځني ختیځ او له هغه وراخوا څانګې لري. په لبنان، اردن او مصر کې د دوی څانګې د تاوتریخوالي او تخریب په هغو کمپاینونو کې یا دخېلې وې او یا یې تسهیل کړي چې خپلې سیمې، د متحدو ایالتونو اتباع او د متحدو ایالتونو ګټې یې زیانمن کړي دي.»
اجرايي فرمان وايي: «د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه نېټه په اسرائيل باندې له برید وروسته، په لبنان کې د اخوان المسلمین څانګه له حماس، حزب الله او فلسطیني ډلو سره یو ځای شوه، چې په اسرائيل کې دننه په ملکي او پوځي اهدافو باندې د توغندیو یو شمېر بریدونه وکړي. د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اومه نېټه، په مصر کې د اخوان المسلمین د څانګې یو لوړ پوړي مشر د متحدو ایالتونو د شریکانو او ګټو په ضد د تاوتریخجنو بریدونو غږ وکړ او د اخوان المسلمین د اردن څانګې مشران له ډېر پخوا څخه د حماس پوځي څانګې ته مادي حمایت برابروي. »
تیره اونۍ، ایالت ټېکساس د اخوان المسلمین ډله ترهه ګره ډله وپېژندله او او دغه ډله یې په هغه ایالت کې د ملکیت له رانیولو منع کړه. ټېکساس د امریکا په کچه لومړنی ایالت دی چې په حکومتي سطحه اخوان المسلمین د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
دا اقدام یوه ورځ وروسته لدې کېږي چې د یهودانو ضدۍ د نړیوال څېړنیزو مطالعاتو او پالیسۍ انسټیټیوټ، چې په امریکا کې میشت یو نړیوال څېړنیز بنسټ دی، د یوې ۲۰۰ مخیزې څېړنې په خپرولو دې مسلې ته اشاره وکړه چې په کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د اخوان المسلمین د نفوذ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
رپوټ وايي چې اخوان المسلمین "د امریکا حکومتي ادارو ته لاسرسی پیدا کړی، د امریکایانو د مدني حقونو د پالیسیو په تړاو په مشورو کې ښکېل دی، په تعلیمي بنسټونو کې یې نفوذ کړی او په ټولنیزو رسنیو کې یې پراخ حضور رامنځته کړی دی."
د ټېکساس والي، ګرېګ اببوټ، د سې شنبې په ورځ (۲۵ نومبر) د ولسمشر ټرمپ اقدام یو "ستر ګام" وباله.
اببوټ په خپله ایکس پاڼه کې ولیکل: "ولسمشر ټرمپ حق لري چې د فدرال په کچه دا ډله د ترهه ګرې ډلې په توګه وپېژندل شوه. دا [اقدام] د ټېکساس د هغې پریکړې سره په بشپړه همغږۍ کې دی چې اخوان المسلمین یوه ترهګره ډله ګڼي."
فورم \ دبحث خونه