د امریکا د جمهوري ریاست راتلونکو ټاکنو ته لا شل میاشتې پاتې دي، خو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپلې مبارزې لپاره همدا اوس یو شعار موندلی دی او هغه د سوسیالیزم - ضد دریځ دي چې خپل دموکرات سیالان د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې پرې وټکوي او د ځان لپاره د بريلاره هواره کړي.
د ساړه جنگ د زمانی له پروپاگندي کارتونونونه ٦٠ کلونه تیریږي ، خو سوسیالیزم لا تراوسه دامریکا په سیاست کې د یوې بلا په توگه پېژندل کېږي. لږ تر لږ د ولسمشر ټرمپ لپاره لاتراوسه پورې بلاده. هغه وايي: سوسیالیزم یوازې د یوه شي په برخه کې دی او هغه د حاکمې طبقې لپاره د قدرت زیاتول دي."
که څه هم را روانو انتخاباتو ته لا شل میاشتی پاتی دی خو د سوسیالیزم سره مخالفت او ضدیت ښايي د ولسمشر ټرمپ دانتخاباتی میدان شعار وي.
سناتور برنی سنډرز دداسی پالیسیو ملاتړ کوی لکه د ټولو لپاره " پراخ صحي پلان ، مفت لوړ تعلیم او د لږ نه ترلږ دست مزد او روز مزدورۍ دوه چنده کول دي.
خو ایا سناتور سنډرز به هغه نومیالی کاندید وي چی د ټرمپ مخالف رای ورکوونکي سره متحد کړی شي.
ویټ آیرس دنارټ سټار نظریاتی څیړنو مرکز غړی وايي: که چیرې دموکراتان یوداسی کاندید ونوموي چی د سوسیالیزم په باب خبری وکړی نو دابه د جمهوری غوښتونکیو یعنی د ټرمپ د بیا انتخابیدو لپاره ډیره ښه نتیجه ولری .
سروې گانی څرگندوي چی د ځوانوامریکا یانو نظر د سوسیالیزم په برخه کې بدلون موندلی دی. په خاصه توگه هغه ځوان امریکایان چی د ٢٠٠٨کال اقتصادی زوال ېې په سترگو ولید. هغوی اوس په دې پوهېږي چې دا اقتصادی نظام یوازې د څو کسانو لپاره محدودفرصتونه منځته راولي.
خو سره له دې هم ولسمشر دیته لیوال دی چی په دې لاره ولاړشی.
یوشمیر مبصرین په دې باوردي چی که دموکراتان ټولنی ته د سوسیالیستانو په توگه معرفي شی، نو د ټرمپ بنیادي پلویان به تقویه شی اوپر اسپانوي نژادو بهپراخې اغېزې ولري.
دستراتیژیکو ا ونړۍ والو مطالعاتو مرکز غړی ډانیل رونډي وايي: په تیره د فلوریدا په څیر سیمو کې چی هلته غټ شمیر کیوبایان ا و وینزوویلایان پکې اوسېږي. هغوی سوسیالیزم نه راتښتیدلی دي، او کرکه ترینه لري.
ولسمشر ټرمپ د میامی په وینا کې په همدی ټکي ټینگار وکړ.هغه وايي:سوسیالیزم د ښې آینده ژمنې کوي، خو تل خپلی تورې ماضی ته ورستنیږي."
داهغه خبرداری دی چې تمه کیږي ولسمشر به ېې د ٢٠٢٠ په انتخاباتي مبارزو کې تکراروي.