د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا له کبله د مړو شمېر له ۱۱۲زرو ورپورته شو


دا ویروس په لومړي ځل په چین کې خپور شو
دا ویروس په لومړي ځل په چین کې خپور شو

د جانز هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس تر دې دمه د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې خپور شوی دی.

دغه پوهنتون وايي کرونا د یکشنبې تر ماسپښین اپریل ۱۲(وري۲۴) پورې په نړۍ کې شاوخوا ۱۱۲۲۴ کسان مړه کړي او څه باندې ۱.۸ میلیون نور پرې اخته دي.

کرونا تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې مړه کړي دي چې شمېر یې تر دې دمه ۲۱۴۱۸ ته رسیږي.

د امریکا له متحدو ایالتونو وروسته ایټالیا دویم هېواد دی چې کرونا په کې تر دې دمه ۱۹۸۹۹ کسان یې مړه کړي او ورپسې بیا فرانسه ده چې ۱۳۸۵۱ کسان په کې مړه شوي ‌دي.

په برتانیا کې هم د کرونا له کبله د مړو شمېر تر ۱۰زور واوښت او ورځ په ورځ زیاتیږي. کرونا دغلته تر دې دمه ۱۰۲۶۹ کسان مړه کړي ‌دي.

د برتیا صدراعظم بوریس جانسن هم د کرونا په ویروس اخته دی. هغه چې څو ورځې روغتون کې بستر و، اوس رخصت شوی دی.

کرونا په بلجیم کې ۳۶۰۰، په جرمني کې بیا ۲۹۰۷ او په هالنډ کې یې ۲۷۴۷ کسان مړه کړي ‌دي.‌

په ایران کې د کرونا له کبله د مړو شمېر ۴۴۷۴ ته رسېدلی دی او په ترکیه کې بیا څه باندې ۱۰۱۰۱ کسان مړه شوي دي.

دا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو. چینایي چارواکي‌وايي په دغه هېواد کې د کرونا له کبله ۳۳۴۳ کسان مړه شوي دي.

په افغانستان کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي. په هغه هېواد کې تر دې دمه ۱۹ تنه مړي شوي او ۶۰۷ نور پرې اخته دي.

له دې سره سره تر دې دمه په نړۍ کې څه باندې ۳۷۵۹۴۵ کسان چې په کرونا اخته وو ښه شوي او رغېدلي دي.

XS
SM
MD
LG