د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د کانگرس ځینو غړو ته ویلي بیرته دې خپلو ملکونو ته لاړې شي


ولسمشر ټرمپ د کانگرس د دیموکرات گوند ښځینه غړیو ته ویلي دي چې د امریکا په حکومت د انتقاد پر ځاې دې بیرته خپلو ملکونو ته لاړې شي او هغه دي جوړ کړي.

ولسمشر ټرمپ په یو ټویټ کې ولیکل: "ډیره جالبه ده چې دومره روښان فکره دیموکراتانې، چې د داسې هیوادنو نه دلته راغلي دي چې حکومتونه یې مکمل او بیخي ویجاړونکي دي، په بی شرمۍ سره امریکایانو ته وایي چې حکومت څنگه وچلوئ."

دیموکراتانو د ولسمشر ټرمپ دغه خبره د تعصب ډکه بلله ده.

ولسمشر ټرمپ د چا نوم ندی اخیستی خو ښیي چې د هغه هدف د نیویارک ایالت اوکاسیو کرټیز، د مني سوټا ایالت الهان عمر او د میشیگن رشیده طیب وي. د دغو دریو دیموکراتانو میرمنو ډله د ولسمشر ټرمپ سخت انتقاد کونکي بلل کیږي.

الهان عمر د کانگرس هغه یواځینۍ غړي ده چې په صومالیه کې زیږدلې ده او په ١٩٩٧ کې یې امریکا ته مهاجرت کړیدی.

اوکاسیوکرټیز د ولسمشر ټرمپ د څرگندونو په ځواب کې ویل:

"ولسمشر ټرمپ، زه امریکایۍ یم، او امریکا ته مې لوړه کړیده. ته غوسه یی ځکه ته داسې امریکا نه شی زغملی چې مونږ پکې شامل یو. ته د خپلې غلطۍ لپاره په یو ویریدلی امریکا تکیه لری."

د کانگرس رئیسې نانسي پلوسي د ولسمشر ټرمپ دغه څرگندونې غندلي دي او دغه یې تعصب بللی دی.

XS
SM
MD
LG