د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ډیر ژر به په ایران نور بندیزونه ولگوو


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته یوځلې بیا خبرداری ورکړیدی چې ډیر ژر به پرې اقتصادي بندیزونه نور زیات کړي.

ولسمشر ټرمپ پداسې حال کې ایران ته بیا خبرداری ورکړیدی چې د ملگرو ملتونو د اتومي وسلو د څار اداری د ایران د یورنیمو د غني کولو د خبرداریو وروسته یوه بیړنۍ غونډه وکړه. د ملگرو ملتونو د اتومي وسلو د څار ادارې په دغه غونډه کې د ایران لخوا د اتومي وسلو د موافقې نه د سرغړونې وارزولی.

ولسمشر ټرمپ په ایران تور ولگوه چې د ډیرې مودې راهیسې یې د یورانیمو په غني کولو لاس پورې کړیدی خو د خپلې ادعا په اړه یې کوم شواهد ورنکړل.

ایران په ویانا کې د ملگرو ملتونو د ٣٥ هیوادونو په یوې غونډې کې ویلي و چې هغوي هیڅ نه پټوي. د ملگرو ملتونو اداری د ٢٠١٥ کال راپدیخوا د ایران لخوا د یورانیمو د غني کولو شواهد نه دي موندلي.

ایران پرله پسې وایي چې د اتومي موافقې نه یې سرغړونه نه ده کړی خو اوس چې د هغوي غوښتنې نه دي منل شوي نو اوس به یورانیم غني کوي.

XS
SM
MD
LG