د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه د امریکا او ایران د تاوتریخوالو د کمیدو هڅه کوي


د امریکا د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ د تاوتریخوالو په زیاتیدو سره اوس فرانسه د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د ژغورلو هڅه کوي.

وروسته له هغه چې ایران د یورانیمو د غني کیدو په برخه کې خپل فعالیتونه زیات کړل د فرانسې د جمهور رئیس امانول مکرون سلاکار امانول بان نن چهار شنبه په تهران کې د ۲۰۱۵ کال اټومي قرار داد د ژغورلو په هدف له ایراني چارواکو سره وکتل.

د فرانسې د بهرنیوچارو وزارت په وینا، تهران ته د فرانسې د خاص استازي د سفر اصلي مقصد دادی چې د خبرو داسې زمینه مساعده کړي چې د اختیاره وتلي وضعیت چې ممکن په یوې پیښې بدل شي، مخنیوی وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل هیواد یې د اټومي قرار داد د ژغورلو په هدف د فرانسې له هڅو هرکلی کړی دی.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د ( جولای په ۹ ) وویل ایران باید ډیر متوجه ووسي خو هغه په دې اړه څه ونه ویل چې په نظامي اقدام هم فکر کوي که نه:" ښه موږ ګورو چې ایران سره څه کیږي. ایران اوسمهال ډیر بد کارونه کوي او دوی باید ډیر متوجه ووسي."

فرانسه د ایران د اتومي موافقې په سر د پورته شوي جنجال د ارامولو لپاره په داسې وخت کې کوښښ زیات کړې چې ایران د بریتانیې سره د تیلو د یو ټانکر د نیولو په سر هم په جنجال لري.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني نن چهار شنبه وویل بریټانیا به ددې هیواد د تیلو د یوه ټانکر د نیولو له امله له غبرګون سره مخ شي.

هسپانیا ته نږدې د بریټانیا د یوه ټاپو ګبرالټر چارواکو د ایران دا بیړۍ سوریه ته د تیلو د لیږد په برخه کې د اروپا د بندیزونو د نقض کولو په تور ونیوله.

د ایران او د نړۍ د پیاوړو هیوادونو ترمنځ اټومي قرار داد په ۲۰۱۵ کال لاسلیک شو. د قرار داد هدف دا وو چې پر ایران به بندیزونه کمیږي او اقتصادي مرستې به ترلاسه کوي او ددې کار په بدل کې به تهران خپل اټومي فعالیتونه کموي.

خو جمهور رئیس ټرمپ تیر کال خپل هیواد له دې قرار داد څخه بهر کړ او اوس تهران وايي د اروپايي هیوادونو په وړاندې یې صبر او زغم له لاسه ورکړی دی.

د قرار داد اروپايي غړو او د اروپايي ټولنې سیاسي مشر د سه شنبې په ورځ په ایران غږ وکړ چې د قرار داد څخه د سرغړونې په اړه خپله پریکړه بیرته وګرځوي.

ایران د تیرې یکشنبې په ورځ د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د حدودو خلاف د مقدار او غلظت له پلوه د یورانیمو بډای کول پیل کړل.

XS
SM
MD
LG