د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تروت سوشل کې د یوه پیغام په خپرولو سره د شنبې په ماښام سپینې ماڼۍ ته نږدې د یو بریدګر په وړاندې د امنیتي مامورینو اقدامات وستایل.
ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د امنیتي ځواکونو ستاینه کړی چې یوه بریدګر د شنبې په ماښام سپینې ماڼۍ ته نږدې پر امنیتي مامورینو ډزې وکړې.
د امریکا د مخفي خدماتو ادارې وویل" شکمن کس وروسته له هغه چې د مخفي خدماتو د ادارې د کارکوونکو له خوا پرې ډزې وشوې روغتون ته انتقال شو او هلته یې ساه ورکړه."
ولسمشر ټرمپ په خپل پیغام کې لیکلي:" زموږ د عالي مخفي خدماتو د مامورینو او قانون پلي کوونکو څخه مننه چې نن ماښام یې سپینې ماڼۍ ته نږدې د یوه وسله وال پر وړاندې چې تاوتریخجنه تاریخچه لري چټک او مسلکي اقدام وکړ."
د امریکا د مخفي خدماتو ادارې، په واشنګټن ډي سي کې د شنبې د ماښام له پيښې وروسته وویل چې بریدګر د اولسم سړک او پنسلوانیا واټ ترمنځ له خپل بکس څخه وسله بهر کړه او ډزې یې پیل کړې.
ولسمشر ټرمپ په خپل پیغام کې زیات کړې، بریدګر سپینې ماڼۍ ته نږدې د مخفي مامورینو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی.
ولسمشر ټرمپ ویلي:"دا پېښه د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ماښامنۍ پر مهال له ډزو یوه میاشت وروسته کیږي او دا په ډاګه کوي چې د راتلونکو ټولو ولسمشرانو لپاره په واشنګټن ډي سي کې د خوندي او امن ځای تر لاسه کیدل څومره مهم دي.زموږ د هیواد ملي امنیت یې غوښتنه کوي!"
په واشنګټن ډي سي کې د شنبې د ماښام له پيښې وروسته امنیتي ځواکونو د پیښې سیمه کلابنده کړه او یو شمیر سړکونه وتړل شول.
فورم \ دبحث خونه