د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ (اګست ۱۸) د ټروت سوشل په حساب کې لیکلي چې د ایران د اسلامي جمهوري سره خبرې او مذاکرات روان ندي.
ولسمشر ټرمپ لیکلي:"د ایران اسلامي جمهوریت سره هیڅ خبرې اترې یا مذاکرات روان ندي، او نه هم مهالویش ټاکل شوی."
نوموړي ددې پیغام په دوام لیکلي، د هرمز تنګي سمندري محاصره په بشپړ ډول په خپل ځای ده او دا تنګی خلاص او فعال دی او ټول د اوبو ماینونه لري شوي او منفجر شوي دي.
ولسمشر ترمپ دې مخکې په سپینه ماڼۍ کې د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل ایران هوکړه غواړي خو داسې هوکړه نه کوي چې دده په آند اړینه ده.
نوموړي وویل:" هغوی غواړي چې یوه هوکړه وکړي، خو هغوی به هغه ډول هوکړه ونه کړي چې زما په اند اړینه ده."
ولسمشر ټرمپ وویل د متحدو ایالتونو یو عمده دلیل همدا دی چې ایران باید هیڅکله اټومي وسله ونه لري.
ټرمپ یوځل بیا وویل چې د هرمز تنګي کنټرول د متحدو ایالتونو سره دی او هره اوونۍ په میلیونونه بیرله تیل له دې تنګي څخه وځي.
هغه د امریکا د قلمرو په توګه د هرمز تنګي د اعلان کولو له مفکورې ملاتړ وکړ: "دا مفکوره مې خوښیږي چې یو قلمرو یې اعلان کړم. موږ پر تنګي بشپړ کنټرول لرو."
تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ هم د دوشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په خبرو کې تایید کړه چې د واشنګټن او سپاه پاسدران چارواکو ترمنځ د پردې تر شاه تماسونه دوام لري، خو نوموړي وویل چې یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره مهال ویش او بیړه نلري او ایران باید د تسلیمۍ سپین بیرغ اوچت کړي.
په ورته وخت کې د ایران جګپوړی مرکچي او د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف بیا د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې د هرمز تنګی به تر هغه وخته تړلی وي څو چې متحدو ایالتونو له تهران سره د لنډمهاله هوکړې شرایط نه وي منلي.
قالیباف ویلي:" تر هغه وخته چې امریکا د شوې هوکړې پر اساس خپلې ژمنې چې د محاصرې پای ته رسول، د کنګل شویو شتمنیو آزادیدل، پر تیلو د بندیزونو لري کول، په ټولو جبهاتو کې د تهدیداتو او نظامي عملیاتو پای ته رسولو په ګډون، نور تعهدات چې امریکا هوکړه پرې کړې عملي نشي، هرمز تنګی بد خلاص نشي."
بلخوا راپورونه وایي چې د هرمز تنګي څخه یوه وتونکې کښتۍ په راکټ ویشتل شوېده. د سه شنبې ورځې ددغه برید مسولیت چا پر غاړه ندی اخیستی او ددې برید راپور هم د بریټانیا د سمندري تجارت د عملیاتونو مرکز ورکړی دی.
دا په داسې حال کې چې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د شپیته ورځنۍ هوکړې موده د دوشنبې په ورځ پای ته ورسیدله.
فورم \ دبحث خونه