د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنسلوانیا په ایالت کې د «سناتور مک کورمیک د دفاع او نوښت» په غونډې کې ګډون وکړ.
دا غونډه د چهارشنبې په ورځ (جولاۍ۱۶) وه او ولسمشر ټرمپ په کې د متحدو ایالتونو په دفاعي صنعت کې د یوې لویې او بېسارې پانګوونې اعلان وکړ؛ د لسو میلیاردو ډالرو پانګونه.
ولسمشر ټرمپ وویل: «نن دلته یو چې د دغه کامنویلت او ټول ملت لویه بریا ونمانځو. نن غرمه همدغلته د پنسلوانیا په کامنویلت کې د خپل دفاعي صنعت په اډه کې د تقریبآ لس میلیارد ډالرو پانګونې اعلان کوو...»
دا غونډه د پنسلوانیا ایالت د کارلایل په سیمه کې د متحدو ایالتونو د پوځ د جګړې په کالج کې جوړ شوې وه، چې د امریکا د جګړې وزیر پټ هګسیت، یو شمېر نورو مقاماتو او د دفاعي سکتور د بېلابېلو ادارو استازو هم په کې برخه اخیستې وه.
ولسمشر ټرمپ په دفاعي صنعت کې د دغو لسو میلیارد ډالرو د نوې پانګوونې په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل: «دا پانګوونې به تر ۴۰۰۰ زیاتې دندې ایجاد کړي. د پنسلوانیا کارکوونکي به کښتۍ، اوبتلونه، لوي ټرکونه، وسلې او صنایعې جوړې کړې چې ډاډ ترلاسه شي امریکا د نړۍ په تاریخ کې غښتلی او ځواکمن هېواد پاتې شي. موږ اوس تر پخوا ډېر ښه روان یو. موږ ۱۹.۲ تریلیون ډالر لرو... دا هېواد تر بل هر وخت اوس ډېر جذاب شوی او موږ ډېر ښه روان یو.»
ولسمشر ټرمپ همدارنګه پر دفاعي قراردادیانو غږ وکړ چې خپل تولیدات زیات کړي او د بېلګې په توګه یې د اوبتل جوړونکي شرکت «جنرل ډاینامیکس» نوم واخیست او ویې ویل چې د وسلو جوړوونکي باید «لږ چابک» شي.
په پانګوالو کې د متحدو ایالتونو صنعتي شرکتونه شامل دي او د غونډې د تنظیم کوونکو په مطبوعاتي اعلامیې کې د لسګونو پانګوالو شرکتونو نومونه یاد شوي دي.
ښاغلي ټرمپ وویل چې حکومت یې په پوځ باندې په لویه پیمانه پانګوونه کوي او هغه د فلادیلفیا شیپارد په ګډون د کښتیو جوړونې د پلانونو زیاتولو ته اشاره وکړه.
نوموړي زیاته کړه چې واک ته د هغه له رسېدو وروسته په دفاعي چارو کې پانګوونې او لګښتونه تریلیونونه ډالرو ته رسېدلي دي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر د دفاع او نوښت په دغې غونډې کې د امریکا د پوځ متقاعدینو ته هم یو پلان اعلان کړ. ښاغلي ټرمپ په داسې لارو چارو کار روان دی چې د پوځ هغه متقاعدین چې د خپلو دندو پر مهال یې لوی پوځي موټرونه چلول، له تقاعد وروسته به په اتوماتیک ډول د لویو تجارتي موټرونو د جواز ترلاسه کولو ته برابر شي او دا کار به د ناقانونه موټر چلوونکو مخه هم ونیسي.
فورم \ دبحث خونه