د لاس رسي وړ اتصالات

د 'یوې بدې احتمالي پېښې' په اړه ایران ته د ولسمشر ټرمپ خبرداری


د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ ایران وهڅوو چې «چټک حرکت» وکړي او د اتومي تړون د وړاندیز په اړه ځواب ووايي.

ولسمشر ټرمپ په منځني ختيځ کې د خپل سفر په وروستیو شېبو کې، د ولسمشر په ځانګړې الوتکې (Air Force One) کې خبریالانو ته وویل: «هغوی یو وړاندیز لري. تر ټولو مهمه دا چې هغوی پوهېږي چې باید چټک حرکت وکړي او یا یو بد څه، یو بد څه به پېښ شي.»

تېره ورځ ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې «ایران له شرایطو سره یو ډول موافق» دی.

ولسمشر ټرمپ د مارچ په میاشت کې خبرداری ورکړی و، که ایران موافقې ته ونه رسېږي، په ضد به یې پوځي اقدام وشي.

خو په مذاکراتو کې له پرمختګ وروسته هغه وویل چې فکر نه کوي پوځي اقدام ته ضرورت پیدا شي. ولسمشر ټرمپ وویل: «موږ به په ایران کې اتومي دوړې نه جوړوو.»

د ایران د مذهبي مشر علي خامنه يي مشاور علي شمخاني په همدې اونۍ کې اې بي سي ته وویل چې تهران به د بندیزونو د لېرې کېدو په بدل کې د ډېرو غني شویو یوریانیمو د زېرمو د پرېښودو په اړه تړون وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG