د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: هغه جنایتکاران چې پولیس وژني، باید اعدام شي


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، د جمعې په ورځ وړاندیز وکړ چې " هر هغه څوک چې د امریکا پولیس وژني" باید په اعدام محکوم شي.

ښاغلي ټرمپ چې د FBI یا د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې د ملي اکاډمۍ د محصلینو د فراغت په غونډه کې یې خبرې کولې وویل چې د امریکا پولیس په هر ډول شرایطو کې په "نه ستړې کیدونکې او قهرمانه" توگه امنیت تامینوي، خو هغوی نه یواځې دا چې ستاینه یې نه کیږي بلکه له مرگونیو بریدونو سره هم مخامخ دي.

د جمهور رئیس ټرمپ په وینا په ٢٠١٦ کې پر پولیسو بریدونه خورا زیات شوي وو او په وسطي توگه په "هرو ۱۰ دقیقو کې پر یو پولیس منصبدار باندې برید شوی" او تیر کال څه دپاسه ١۴٠ پولیسو د وظیفې د اجراکولو په ترڅ کې ځانونه بایللي دي.

ښاغلي ټرمپ وویل "نن هغو ته پیغام لرم چې زمونږ د پولیسو پر ضد له تاوتریخوالي او تهدید نه کار اخلي. مونږ د هغو {پولیسو} ساتنه کوو چې زمونږ ساتنه کوي. پدې باور یم هغه شمیر جنایتکاران چې زمونږ پولیس وژني، باید د مرگ په سزا محکوم شي."

ښاغلي ټرمپ همداشان وویل چې په لومړنیو اجرائیه فرمانونو کې یې یو فرمان کې د امریکا عدلیې وزارت ته هدایت وکړ چې د امریکا د متحده ایالاتو د پولیسو حراست وکړي او د هغه تر مشرۍ لاندې اداره اوس محلي پولیسو ته "اضافي پوځي تجهیزاتو" ته د لاس رسي اجازه ورکړې ده، هغه اقدام چې د امریکا تیرو ادارو له هغه ډډه کړې وه.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې په تیره نیمه پیړۍ کې په امریکا کې د قتل د جرمونو کچه د ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کلونو تر منځ په بیسارې توگه لوړه شوې ده. هغه د مثال په توگه د ایلینوی او مریلند ایالتونو یادونه وکړه.

ښاغلي ټرمپ وویل "د شیکاگو ښار ته وگورئ. هلته څه بلا پیښیږي. په دوو پرله پسې کلونو کې په هرو دریو ساعتونو کې په شیکاگو کې یو تن د مرمۍ هدف گرځي. په اوسط توگه په بالتیمور کې یو تن وژل کیږي."

جمهور رئیس د امریکا د فدرالي پلټنو د ادارې د ملي اکاډمۍ فارغینو ته په خطاب کې وویل چې هغوی به ددې ډول جرمونو مخه ونیولای شي.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو د پولیسو ادارې نه یواځې د بودجې د کمبود سره مخامخې دي بلکه د هغوی په "شخصیت او کرامت" باندې هم برید شوی دی.

د امریکا جمهور رئیس په دې ټینگار وکړ چې "د پولیسو ضد احساسات غلط او خطرناک دي" او د هغه تر مشرۍ لاندې اداره ددې ډول چلند ملاتړ نه کوي.

ښاغلي ټرمپ دا هم وویل چې د هغه حکومت د لاتینې امریکا د نورو هیوادونو سره په گډه کار کوي چې د MS-13 په نامه جنایتکاره بانډ غړي له منځه یوړل شي.

MS-13 بانډ، د جنایتکارانو هغې ډلې ته ویل کیږي چې د مرکزي امریکا په دریو هیوادونو السلوادور، گواټمالا او هندوراس کې په جنایاتو بوخت دي. ددې بانډ یو شمیر غړي د امریکا د متحده ایالاتو په ښارونو کې هم ورانکارۍ کوي او جمهور رئیس ټرمپ د هیواد عدلیه وزارت ته هدایت ورکړی چې ددې ډلې غړي ونیسي او بندیان یې کړي.

XS
SM
MD
LG