د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د جنورۍ ۳مه په وینزویلا کې د امریکا د پوځي عملیاتو په اړه چې د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو لامل شو نور جزئیات وړاندې کړل.
مادورو په متحدو ایالتونو کې د مخدره توکو د یوې ترهګریزې ډلې د رهبرۍ په تور مطلوب کس نومول شوی و.
ټرمپ د شنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې امریکایي ځواکونو مادورو او د هغه میرمن د وینزویلا په یوې کلا کې په داسې حال کې ونیول چې هڅه یې کوله یوې خوندي خونې ته چې فولادي دروازې لري ننوځي.
ټرمپ وویل: "هغه هڅه کوله چې دننه شي، خو داسې غافلګیر شو چې دننه نه شو. موږ چمتو وو. موږ غټ مشالونه او نور څه درلودل چې له دې فولادو دروازې څخه تیر شئ. خو موږ ورته اړتیا نه درلوده."
د وینزویلا د دې کلا موقعیت سمدستي معلوم نه دی. ټرمپ وویل چې په عملیاتو کې هیڅ امریکایی ته زیان نه دی رسیدلی، پداسې حال کې چې څو امریکایی نظامي پرسونل "ټپیان شوي" او "ډیر ښه حالت کې" دي.
ولسمشر دا هم وویل چې په برید کې هیڅ امریکایی الوتکه له منځه نده تللې، په داسې حال کې چې یو هیلیکوپتر "سخت زیانمن شوی" خو د امریکایي ځواکونو لخوا "راګرځول شوی دی."
ټرمپ وویل چې مادورو او د هغه میرمن د هلیکوپټر په واسطه د امریکا د سمندري ځواک بریدګرې بیړۍ، (یو اس اس) ایوو جیما ته ولیږدول شول.
نیول شوی ولسمشر مادورو او میرمن به یې له هغه ځایه بیا په الوتکه کې نیویارک ایالت ته راوستل شوي، چیرې چې مادورو په ۲۰۲۰ کال کې د فدرالي محکمې لخوا د مخدره توکو د ترهګرۍ د توطیې، د کوکاینو د واردولو د توطیې، د ماشیندار وسلې او ویجاړونکو وسایلو د درلودلو او د امریکا په وړاندې د ماشینداره ټوپکونو او ویجاړونکو وسایلو د درلودلو د توطیې په تور تورن شوی و.
فورم \ دبحث خونه