ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وینزویلا خلکو ته ژمنه کړې چې دوی به سولې او انصاف ته لاره پیدا کړي. دا پداسې حال کې ده چې د هغه اداره به په سویلي امریکا کې د ونزویلا اداره او کنترول تر هغې په لاس کې ولري نوي مشرتابه ته د واک خوندي انتقال یقیني کړي.
دا وروسته له هغه پېښېږي چې امریکا د ونزویلا د دیکتاتور ولسمشر نیکولاس مادورو د شنبې په ورځ ونیو.
په فلوریډا کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، ټرمپ د ونزویلا خلکو ته د د پیغام په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "تاسو به له سولې او انصاف برخمن شئ، تاسو به ځینې هغه شتمنۍ ولرئ چې تاسو باید ډیر پخوا درلودلای، هغه شتمنۍ چې د مادورو رژیم له تاسو څخه غلا کړې وې."
هغه زیاته کړه: "تاسو به یو ریښتینی هېواد ولرئ. تاسو به، ښایي د ریښتوني لوي هېواد خاوندان شئ".
د خبري کنفرانس په پیل کې هغه وویل چې امریکا به ونزویلا تر هغې پورې اداره کوي چې موږ وکړای شو نوي مشرتابه ته د واک یو خوندي، مناسب او عادلانه انتقال ترسره کړو".
د امریکا ځواکونو مادورو او د هغه میرمن، سیلیا فلورېز، د یو لړ نظامي عملیاتو په ترڅ کې ونیول.
د ټرمپ او د هغه د مرستیالانو له قوله ویل شوي چې دوی د ونزویلا په پلازمېنې، کاراکاس کې پخپل خوندي استوګنځای کې ونیول شول او د هلیکوپټر په وسیله د امریکا جنګي بېړۍ ته انتقال شول تر څو نیویارک ته ولېږدول شي.
د امریکا د فدرالي محکمې لخوا پر دواړو باندې د مخدره توکو سره د تړلې ترهه ګرۍ تورونه لګول شوي دي.
ټرمپ وویل چې د ونزویلا د ولسمشر مرستیاله ډیلسی روډریګزچې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره يې اوږدې خبرې اترې کړې وې لږ مخکې د ولسمشرۍ لوړه وکړه او د امریکا سره یې د هرډول همکارۍ ژمنه هم کړې ده.
ولسمشر ټرمپ د میرمن روډریګز په اړه وویل: "زه فکر کوم چې هغې په درناوي چلند وکړ، خو هغه بله لاره هم نه لري".
روډریګز، د ټرمپ د خبرو نه وروسته چې د مادورو تر نیولو وروسته ملت ته د هغې لومړۍ څرګندونې وې، د امریکا د نظامي عملیاتو غندنه وکړه او د وینزویلا د ملي دفاع شورا یوې غونډې ته په وینا کې یې چې د دولتي تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شوه، دغه عملیات و غندل.
سپینې ماڼۍ د میرمن رودریګز د خبرو په وړاندې د غبرګون په تړاو د امریکا غږ پوښتنې ته تر اوسه ځواب ندې ورکړی.
د خبری کنفرانس نه مخکې، ټرمپ د مادورو مرستیالانو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: " په وینزویلا کې ټول سیاسي او نظامي شخصیتونه باید پدې پوه شي چې هغه څه چې د مادورو سره وشول، کیدای شي دوي ته هم پېښ شي، او که هغوی خپلو خلکو سره انصاف ونه کړي... دا دوي به هم ورته حالت سره مخ شي."
د امریکا غږ سره په ټلیفوني خبرو کې په ونزویلا کې خپلواکې خبریالې هیلینا کارپیو چې د کاراکاس د چاکایو په شرقي سیمه کې مېشته ده، وویل چې د اکثرو منځنۍ عاید لرونکو او اپوزیسیون د ملاتړ لرونکو سیمو اوسېدونکو په لومړي سر کې د ټرمپ د ټروت سوشل پوسټ ته چې د مادورو د نیولو اعلان یې پکې کړی و، په خوشحال غبرګون ښودلی.
کارپیو وویل "هلته خلک د خپلو اپارتمانونو له کړکیو په خوشحالۍ نارې وهلې او پرلوښو د څمڅو په وهلو یې اوازونه اوچتول. دا د مادورو حکومت پر ضد د احتجاج دودیزه طریقه ده".
خو هغې زیاته کړه چې وروسته دا نارې د سهار په ۷ بجو کله چې لمر راوخت، کرارې شوې او سړکونه او کوڅې هم په په بشپړ ډول تشې وې."
کارپیو وویل چې پر روډریګز او د مادورو پرنورو مرستیالانو د خلکو بې باورۍ وېره زیاته کړې او خلک یې احتیاط ته اړ کړي دي، ځکه چې خلک د راتلونکې په اړه ډاډه نه دي او نه غواړي په ټولنیزو رسنیو یا واټس اپ ګروپونو کې د خوشحالۍ څرګندونې وکړي.
روډریګز د ۲۰۱۸ کال راهیسې د ولسمشرمرستیالې په توګه دنده لري، یوه داسې دنده چې د مادورو حکومت هغې ته د ځورونکو استخباراتي خدماتو واک هم ورکړی دی.
کارپیو وویل چې په چاکاو کې د پوځ شتون یا د "کولیکټیف" په نوم (د مادورو د ملاتړو وسله والو ډلو چې د غیر رسمي ملیشه ځواک په توګه فعالیت کوي) کومه نښه نه لیدل شوې. خو هغې همدارنګه راپور ورکړ چې د خوراکي توکو د اخیستو لپاره د خلکو په کتارونو کې د زیاتوالی راغلی دی ځکه چې اوسېدونکي غواړي د اړتیا وړ توکي ذخیره کړي.
هغې وویل: "د ونزویلا خلک د دې حالت او کړنو سره نااشنا نه دي. موږ مخکې له دې هم د خوراکي توکو دپاره په ساعتونو انتظار کړی دی".
فورم \ دبحث خونه