د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: که ایران د امریکا خلاف اقدام وکړي، لویه غلطي به وکړي


د امریکا ولسمشر ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړیدی چې که د امریکا ضد کوم اقدام وکړي دا به یې لویه غلطي وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته د وینا په مهال ایران ته خبرداری ورکړ چې که امریکا یې په نښه کړه نو ډیر لوی زیان به ورته ورسول شي.

ولسمشر ټرمپ دا خبرې پداسې وخت کې کړیدي چې د امریکا لخوا سیمې ته د جټ الوتکو او مجهزه پوځي بیړۍ د لیږد نه وروسته د دواړو ملکونو اړیکې سختې خرابې شویدي.

ولسمشر ټرمپ وویل: "که ایران څه وکړو نو مونږ به وگورو چې د ایران سره څه کیږي. دا به یوه ډیره بده غلطي وي. که څه یې وکړو نو د ډیر سخت زیان به ورته ورسول شي."

ولسمشر ټرمپ د خبرې د هغې نه وروسته کړیدي چې متحده عربي اماراتو د یکشنبې په ورځ د فوجیره سیمې ته نژدې د هرمز خوا ته د څلورو تجارتي بیړیو د تباه کیدو خبر خپور کړ. ایران د دغې پیښې نه ځان ډډې ته کړیدی.

د ایران او امریکا اړیکې د هغه وخت وروسته خرابې شویدي چې ولسمشر ټرمپ د ایران سره د پخواني ولسمشر اوباما د وخت د اتومي وسلو د تړون نه ووت او په ایران یې تور ولگاوه چې ایران د دغه تړون شرایطو ته درناوې نه کاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ایران په اړه اروپایي چارواکو سره د خبرو لپاره بروکسیل ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG