د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران سره د تشنج په زیاتیدو امریکا سیمې ته بله بریدگره بېړۍ استوي


د يو اس اس ارلنګټن په نامه د امریکا پوځي بیړۍ
د يو اس اس ارلنګټن په نامه د امریکا پوځي بیړۍ

د امریکا متحده ایالتونه د فارس خلیج ته د ( یو اس اس ارلنګټن ) په نامه یوه بله بریدګره مجهزه پوځي بیړۍ او د پاتریوت د مزایلو دفاعي سیستم استوي.

دا نوې پوځي بیړۍ چې د سمندري ځواکونو، زغره والو او بیلابیلو نظامي الوتکو د انتقال وړتیا لري له څلورو بې ۵۲ بم غورځونکو او یوې بلې لويي نظامي بیړۍ ( یو اس اس ابراهام لنکن ) سره چې د پنځشنبې په ورځ سیمې ته رسیدلي، یوځای کیږي.

امریکايي قومندانانو وروسته له هغه د خپل ټول اضافه ځواک غوښتنه وکړه چې استخباراتي معلوماتو په سیمه کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د ایران د احتمالي گواښونو خبر ورکړ.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاټریک شاناهان اروپا ته په سفر کې وویل: "دا مهمه ده چې ایران په دې پوه شي پر امریکایانو او یا زموږ پر ګټو برید به مناسب ځواب ولري. موږ په منځني ختیځ کې یو چې ترهګري ماته کړو او ( په سیمه کې ) تر فشار لاندې امنیت ښه کولو لپاره مبارزه وکړو."

د یو لوړپوړي نظامي چارواکي په وینا، د ایران په گواښونو کې د سپاه پاسداران ځواکونو له خوا په تجارتي بیړیو کې د مزایلو په ګډون د نظامي وسایلو انتقال هم شامل دی.

یو اس اس ارلنګټن بیړۍ به د احتمالي بریدونو پر وخت د امریکا له لورې پوځي ځواب ته د قوماندې پرمختللې لارې چارې برابرې کړي.

د پاټریوټ مزایلو دفاعي سیستم کولای شي بالیستک توغندي، کروز مزایل او الوتکې په نښه او له منځه یوسي.

چارواکي وايي امریکا جګړه نغواړي خو د احتمالي بریدگونو په وړاندې د امریکايي ځواکونو ساتنه به وکړي. دوی زیاتوي چې د ایران گواښونه لا هم واقعي او د باور وړ دي.

بلخوا پداسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالي ډیر شوي افغان حکومت اعلان کړی پکار ده افغانستان دواړو لورو ته د دوست هیواد په صفت له دغو تاوتریخوالو لرې وساتل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي کابل له تهران او واشنګټن سره دوستانه اړیکي لري او پکار ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ ستونزې د خبرو له لارې هوارې شي.

XS
SM
MD
LG