د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: افغانستان کې شل کاله نور نشو پاتې کیدای


ټرمپ وايي اوس ددې وخت دی چې امریکا ته پاملرنه وشي
ټرمپ وايي اوس ددې وخت دی چې امریکا ته پاملرنه وشي

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي امریکا نشي کولای د ۲۰ نورو کلونو لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

ښاغلي ټرمپ وویل:" ښه تاسو پوهیږی، په پای کې باید هیوادونه خپل ځان وساتي. موږ هلته د راتلونکو ۲۰ کلنو لپاره پاتې کیدی نشو، ۲۰ کاله موږ هلته وو او هغه هیواد مو وساته، نور نشو پاتې کیدی، بلاخره هغوی دې باید په خپله ځانونه وساتي."

ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ د ( مارچ ۶) د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل سرتیري باید له افغانستان ډیر پخوا وتلي وای ځکه د یو چا لاس نیوی هم تر یوخته امکان لري.

هغه وویل اوس ددې وخت رارسیدلی چې امریکا ته پاملرنه وشي او دا ټولو ته واضح ده.

ټرمپ ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا افغان حکومت د ځان د دفاع وړتیا لري وویل:" موږ باید وګورو چې څه پیښیږي، هیله لرم چې هغوی خپله دفاع وکړي، خو زه نه پوهیږم، اوس دغه پوښتنه نه شم ځوابولی."

ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د امریکا متحده ایالات او روسیه وايي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هدف له طالبانو سره د سولې د هوکړې ملاتړ کوي، خو زیاتوي چې د طالبانو امارت بیرته رامنځته کیدل نه غواړي.

له طالبانو سره د سولې تر هوکړې وروسته د امریکا حکومت او روسیې فدارسیون په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د سولې ټینګښت او د جګړې د پای ته رسیدو لپاره له افغان دولت، سیاسي مشرانو، مدني ټولنو او طالبانو سره کارکولو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG